لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برطانیه د یورپي اتحاد نه ووتله


د جمعې په ماسخوتن د برطانيي سرښار لندن په مرکز کې د بگ بېن نومې گټنه گر سره نژدې گڼ شمېر خلک راجمع شوي وو او چې ١١ بجې شوي نو خوشحالۍ یې وکړې او د هېواد بېرغونه یې پورته کړل
د جمعې په ماسخوتن د برطانيي سرښار لندن په مرکز کې د بگ بېن نومې گټنه گر سره نژدې گڼ شمېر خلک راجمع شوي وو او چې ١١ بجې شوي نو خوشحالۍ یې وکړې او د هېواد بېرغونه یې پورته کړل

د ۴٧ کلونو د غړیتوب وروسته برطانیي بالاخر د جمعې په ورځ د یورپین یونین یا یورپي اتحاد څخه ځان جدا کړو.

د جمعې په ماسخوتن د برطانيي سرښار لندن په مرکز کې د بگ بېن نومې گټنه گر سره نژدې گڼ شمېر خلک راجمع شوي وو او چې ١١ بجې شوي نو خوشحالۍ یې وکړې او د هېواد بېرغونه یې پورته کړل.

برطانيي په کال ٢٠١٦ کې د ووټونو دلارې د یورپین یونین د نه بېلېدو فیصله کړې وه. یورپین یونین ته د برېکسېټ نوم ورکړی شوی و. په رای اچونه کې ٥٢ فیصد خلکو د یورپین یونین څخه د وتلو په حق او ۴٨ فیصد کسانو یې په مخالفت کې ووټونه ورکړي وو.

یورپین یونین نه د جدای په موقع د برطانيي وزیراعظم بورس جانسن په خپل پېغام کې وویل دا د قام دپاره نوی بدولون دی.

د خوشحالینو ترڅنگ، د برطانيي ځینو شهریانو یورپین یونین نه د جدای په موقع خفگان وکړو او اوښکې یې وبهولې.

د بېلجیم په مرکزي ښار برسلز کې هم د خفگان ماحول و. د یورپین یونین مرکزي دفترونه په برسلز کې دي او د اتحاد نه د برطانيي په وتلو د یورپین یونین د دفترونو نه د برطانیي بېرغ ښکته کړی شو.

د برطانيي د وتلو وروسته په یورپین یونین کې اوس ٢٧ غړي هیوادونه پاتې شول.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG