لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برطانیه کې په عامو انتخاباتو کې ووټونه اچول کېږي


جرمي کوربېن او بورس جانسن
جرمي کوربېن او بورس جانسن

په برطانیه کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په عامو انتخاباتو کې ووټونه اچول کېدل او امکان دی چې په ووټونو کې به د یورپي یونین، یا یورپي اتحاد، څخه د هېواد د بهر کېدو فیصله هم وکړی شي.

برطانيي په کال ٢٠١٦ کې د یو ریفرېنډم یا نظر پوښتنې دلارې یورپین یونین نه د هیواد د وتلو فیصله منظوره کړې وه.

د برطانيي وزیراعظم بورس جانسن په خپل انتخابي مهم کې زیاته توجه "برېکسېټ" یا یورپین یونین نه وتلو ته ورکړې وه. هغه وویل که چېرې د هغه کنزروېټیو گوند ته په پارلېمنټ کې اکثریت ورکړی شو نو هغه معاهده به منظوره کړي چې د جنورۍ د ٣١ نېټې پورې به برطانیه د ايي یو نه وباسي.

د بورس جانسن مخالف د لېبر پارټۍ جرمي کوربن ویلي که هغه انتخابات وگټل نو د برېکسېټ په اړه به نوی رېفرېنډم کوي چې پکې به د ولس نه پوښتنه کولی شي چې ایا برطانیه دې په یورپین یونین نه وځي او که د ٢٨ ملکونو په اتحاد کې پاتې شي.

بورس جانس د جولای په میاشت کې په داسې حال کې حکومت ترلاسه کړو چې د هغه پېس رو ټریسا می د یو وارې کوښښونو وروسته کامیابه نشوه چې پارلېمنټ نه د برېکسټ معاهده منظوره کړي، یعې یورپین یونین څخه د وتلو کار سر ته ورسوي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ووټونو نه وړاندې شویو نظر پوښتنو د بورس جانسن د گټې امکانان څرگند کړي خو مقابله سخته گڼل کیږي او ځینې څیړونکي وايي داسې ښکاري چې یو گوند به هم په پارلېمنټ کې ډیر واضح اکثریت ترلاسه نکړی شي.

امکان دی چې د انتخاباتو رسمي نتیجې به د جمعې د ورځ پورې اعلان کړی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG