لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس: په لندن کې دوه کسان د ترهگرۍ حمله کې په چاړه وژل شوې دي


د برطانيي سرښار لندن کې پولیس ویلي د ترهگرۍ په حمله کې دوه کسان په چاړه وژل شوي او پولیس حمله کوونکی په ډزو وژلی دی. درې نور کسان د هالېنډ په هېگ ښار کې هم د چاړه په حمله کې زخمیان شوې دي.

د لندن مېټرو پالېټن پولیس وویل حمله د جمعې په ورځ د ښار تاریخي مقام لنډن برېج یا لندن پل سره نژدې وشوه. په حمله کې وژل شوي کسان ملکیان وو.

په هېگ کې پولیس لا نه دي ویلي چې آیا دغه هم د ترهگرۍ حمله ده او که نا؟

د لندن پولیس وویل حمله کوونکی نقلي ځانمرگي جېکټ اغوستی و او د حملې وروسته عامو خلکو د تښتېدو په مهال ونیولو او بیا پولیس هغه په ډزو ووژلو.

د لندن ښاروال یا میئر صادق خان د حمله کونکې په نیولو د عامو خلکو کې د مېړانې ستاینه وکړه.

صادق خان وویل په حمله کې ځینې نور کسان زخمیان شوې هم دي چې د ځینو حالات پکې سخت دي.

پولیس ویلي که څه هم د حملې په اړه نور تفصیلات لا نه دي معلوم خو ورته د ترهگرۍ په ډول کتنه کوي.

په واشنگټن کې وایټ هاوس وویل صدر ډانلډ ټرمپ ته په لندن کې د پېښې په اړه معلومات ورکړی شوې دي او هغه حالات گوري.

وایټ هاوس په خپل بیان کې د لندن د حملې غندنه وکړه او د برطانيي سره یې د ملاتړر ژمنه وکړه.

د دې نه وړاندې د لنډن برېج سره نژدې حمله کې اته کسان وژل شوي وو او ۴٨ نور زخمیان وو.

په هېگ کې د ښار د خریدارۍ په مرکزي برخه کې د جمعې په ماښام په داسې حال کې درې کسان په چاړه ووهل شو چې په بازار کې د خلکو گڼه گوڼه وه.

د هېگ پولیس وویل د حمله کونکو د موندلو دپاره هلې ځلې پېل شوې دي.

کال مخکې د هالنېډ په سرښار اېمسټرېډم کې دوه امریکایان د چاړه په حمله کې زخمیان شوي وو. چارواکو دغه حمله ترهگري بللې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG