لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برطانیي پاکستان د "های رسک" یا د زیات خطر هېوادونو په فهرست کې شامل کړی 


برطانیي د پاکستان نامه د لوی خطر هیوادنو په نوملړ کې په داسې حال شامله کړې ده چې وړاندې نه د پاکستان نامه د رقم غیر قانوني ترسیل د مخنیوي نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف په خړنوملړ کې شامله ده
برطانیي د پاکستان نامه د لوی خطر هیوادنو په نوملړ کې په داسې حال شامله کړې ده چې وړاندې نه د پاکستان نامه د رقم غیر قانوني ترسیل د مخنیوي نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف په خړنوملړ کې شامله ده

برطانیي پاکستان د "های رسک" یا د زیات خطر هېوادونو په فهرست کې شامل کړی چې پکې د پاکستان په شمول د یوویشتو (۲۱) هغو هېوادنو نامې شاملې دي چې پېسو د غېر قانوني ترسیل او وسله والو د مالي سرچینو په مخ نیوي کې ناکامه شوي دي.

برطانیي د پاکستان نامه د لوی خطر هیوادنو په نوملړ کې په داسې حال شامله کړې ده چې وړاندې نه د پاکستان نامه د رقم غیر قانوني ترسیل د مخنیوي نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف په خړنوملړ کې شامله ده.

د برطانيي لخوا د داسې هیوادنو نوملړ کې چې د ترهګرو مالي مرستې او رقم غیر قانوني ترسیل ودرولو کې ناکامه شوي دي، د پاکستان نوم پې په ۱۵ درجه دی.

دې نوملړ کښې البانیه، بارباډوس، کمبوډیا،سوریا، ېوګینډا،ېمن، زمبابوې، کېمن آي لینډ،جمهوري کوریا، ایران، جمیکا، ماراشیس، مراکش، میانمار، پانامه ، سینګال اؤ ځیني نور هغه هېوادنه هم شامل دي چې وړاندې نه د رقم غیر قانوني ترسيل د سار ادارې ېا فنانشل ایکشن ټاسک فورس په نوملړ کې شاملې دي.

د برطانيي حکومت د وېنا ترمخه د ټیکس کمزوری نظام او د ترهګرو مالي مرستۍ کولو له وجې دا هیوادونه په دې نوملړ چې ورته لويو خطر ېا هاي رسک نامه ورکړې شوې ده، په دې کې شاملې کړې شوې دي.

کال ۲۰۲۰ کښې هم د برطانیي په یو رپورټ کې وویل شوي وو چې د پاکستان نه برطانیی ته په غیرقانوني توګه ګټل شوې رقم غیرقانوني ترسیل دوام لري اؤ په پاکستان کې چې خلق په غیر قانوني توګه کوم رقم ګټي نو دا په برطانیه کې د جایدادونو د اخیستو د پاره استمالوي.

برطانیي د پاکستان نامه په دې نوملړ کې داسې حال شامله کړې ده چې تیرو دریو کالو نه اېف اې ټي اېف هم د پاکستان نامه خپل خړ نوملړ کې هم په دې ساتلې ده چې پاکستان د ترهګرو مالي سرچینو په مخنیوي کې په مکمله توګه کامیاب شوی نه دی.

د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې د اقتصادي چارو خبریال مهتاب حیدر وایې چې ترکومه د پاکستان نامه د اېف اې ټي اېف د خړ نوملړ نه، نه وي وتې، نو هغه هیوادونه چې د پاکستان مالي‌مرستې کوي هم د برطانیي پهشان به پاکستان ته د شک په نظر ګوري.

مهتاب حیدر وایې چې د اېف ای ټي اېف اکثر له غوښتنې پاکستان منلې دي خو اصل خبره په قانون د عمل ده، دوی وایې چې دلته موجود کالعدم تنظیمونو مشران حکومت نیولې دي اؤ د دوی بینک اکاونټس یې هم تړلې دي خو باید چې د پاکستان لخوا داسې ګامونه روان وي ځکه که چېرې دې ځلې پاکستان باندې یو ځل بیا دا تور ولګیدو چې دې د تره ګرتنظیمونو مالي مرستې ودرولو کې ناکامه شوی دی نو بیا به پاکستان ته ګرانه وي چې نړيوال بندیزونو نه ځان خلاص کړي.

سږ کال د فرورې په میاشت کښې په فرانس کې شوې د اېف ای ټی اېف غونډې د پاکستان نامه د جون میاشت پورې خړ نوملړ کښې ساتلو فیصله کړې وه اؤ وئیلې وو چې ددوي لخوا پاکستان ته ورکړې شوې ۲۷ پوائنټس کښې پاکستان په ۲۴ عمل کړې دې اؤ درې له هم پاتې دي.

دې درې پوائنټس ېا غوښتنو کې د ترهه ګرو مالي مرستې کونکو پرضد د سخت قانون سازې اؤ هغه ترهه ګرو پرضد د سختو کاروایو غوښتنه کوم چې د ملګرو ملتونو لخوا ترهه ګر ګرځول شوې دي.

پاکستان وایي چې د اېف ای ټي اېف غوښتنې یې پوره کړې دي اؤ خوش بینه دی چې د جون په میاشت کې به یې نوم د خړ نوملړ نه وویستل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG