لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برطانيي وزیراعظم به د خپلې چوکۍ نه استعفا ورکوي


د کنزروېټیو پارټۍ د پارلېمنټ یو غړي برنارډ جېنکېن وویل هغه د شورو، چهارشنبې، په ورځ د بورس جانسن سره ولېدل او ورته یې ووېل هغه په عزت کې تلل غواړي او که د امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په شان په زور وتل غواړي چې صدارتي انتخاب یې بېللی و خو بیا یې هم حکومت نه پرېښودلو
د کنزروېټیو پارټۍ د پارلېمنټ یو غړي برنارډ جېنکېن وویل هغه د شورو، چهارشنبې، په ورځ د بورس جانسن سره ولېدل او ورته یې ووېل هغه په عزت کې تلل غواړي او که د امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په شان په زور وتل غواړي چې صدارتي انتخاب یې بېللی و خو بیا یې هم حکومت نه پرېښودلو

په تېرو څو ورځو کې د واکمن ګوند د یو شمېر غړو د منحرف کېدو نه وروسته د برطانيي وزیراعظم بورس جانسن راضي شوی چې د چوکۍ نه مستعفي شي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، د توقع ده چې د ښاغلي جانسن د استعفا په اړه رسمي اعلان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وکړی شي.

رپورټ وايي جانسن بالاخېر استعفا ورکولو ته پس له هغې راضي شو چې د هغه یو نژدي مرستیال او د خزانې وزیر ناظم الزهاوي هغه ته وویل چې د ملک د بهترۍ دپاره دې چوکۍ پرېږدي.

ای پي وايي دا لا نه ده معلومه چې ایا جانسن به د کنزروېټیو پارټۍ د بل مشر د ټاکل کېدو پورې په چوکۍ پاتې کېږي او که نا؟ د رپورټ ترمخه د کنزروېټیو پارټۍ نوی مشر به وزیراعظم چوکۍ هم ترلاسه کوي.

بورس جانسن نه د استعفا غوښتنه په داسې حال کې وشوه چې د هغه د کابېنې دوو غړو استعفاګانې ورکړې چې ورسره په تېره یوه هفته کې د هغه حکومت پرېښودوونکو مامورینو شمېره 50 ته ورسېده.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ جانسن د هغه د مستعفي کېدو غوښتنې رد کړې وې او ویلي یې وو چې ووټرانو ورته په چوکۍ د پاتې کېدو دپاره رای ورکړي دي.

خو ای پي وايي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ سحر جانسن چې د یو داسې تن په څېر پېژندل کېدو چې د سیاسي بحرانونو نه ځان وېستلی شي، په دې مجبور شو چې د حالاتو حقیقت ومني.

د کنزروېټیو پارټۍ د پارلېمنټ یو غړي برنارډ جېنکېن وویل هغه د شورو، چهارشنبې، په ورځ د بورس جانسن سره ولېدل او ورته یې ووېل هغه په عزت کې تلل غواړي او که د امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په شان په زور وتل غواړي چې صدارتي انتخاب یې بېللی و خو بیا یې هم حکومت نه پرېښودلو.

جېنکېن برطانوي خبري ادارې بي بي سي ته وویل 58 کلن جانسن متفق شو چې استعفا به ورکړي.

ای پي وايي جانسن تر دریو کلونو پورې په داسې حال کې په حکومت کې پاتې شو چې په هغه دا الزامات وو چې هغه د ګوند مالي مرسته کوونکو سره ډیر نژدې دی، چې پلویان یې د ویرول کېدو او د کرپشن د الزاماتو ته بچ کول، پارلېمنټ ته یې غلط معلومات ورکول او د هغو دستورو په اړه به یې ولس سر بد دیانتي کوله چې د کرونا وایرس د ټولبند د اصولو په ضد به کېدلې.

د ای پي د رپورټ ترمخه د بورس جانسن دپاره د نقصان ورستۍ خبره دا ثابته شوه چې د واکمن ګوند د پارلېمنټ یو غړي کرس پېنچر ته یې ترقي ورکړه سره د دې چې خبر وو چې په پېنچر د غلط جنسي چلند الزامات لګول شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG