لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قلعه سیف الله:دمسافرو ګاډی ګړنګ ته لویدلې،22 تنه پکې مړه شوي


قلعه سیف الله حادثه
قلعه سیف الله حادثه

د بلوچستان په قلعه سيف الله کې دمسافرو یو ګاډی ژورې کندې ته لویدلی چې پکې 22 تنه مسافر مړه شوي اؤ يو بل تن ټپي شوی دی.

په مړو شوؤ کې دنهو کسانو تعلق دیوې کورنۍ سره ښودل شوی دی.

د قلعه سيف الله مرستيال کميشنر حافظ قاسم دې پېښه کې د 22 ؤ مسافرو وژنه تاید کړې ده اؤ وایي په مړو شوؤ کې پينځه ماشومان، پينځه زنانه او دولس نارينه شامل دي۔

مرستیال کمشنر وي او ای ډیوه ته ویلي " د قلعه سيف الله د اخترزۍ ادوال سيمه کې دمسافرو ډک ويګن لويې کندې ته لويدلی، نور ټول مسافر مړه دي يو کشر ځوان پکې ټپي دی او هغه مو د درملنې لپاره کوټې ته لېږلی"

هغه وایي ويګن له لورالايي څخه ږوب ته روان ؤ اؤ دغه یوه وړه لاره ده چې ګاډی پکې له ډرایوره بې قابو شوی اؤ کندې ته غورځېدلی دی.

دپېښې سره سم مرستندویه فعالین دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ د مړو جسدونه يې په سمدستي ډول د قلعه سيف الله سول روغتون ته وړي دي.

د قلعه سيف الله اوسېدونکی مدني فعال کليم الله وي او ای ډ يوه ته وويل " زه خپله د پېښې ځاي ته د مرستې لپاره تللی وم، مسافر ويګن و ډيره لويې کندې ته لويدلی و، مسافر ويګن بېخې زرې زرې و، مړي مو ډیر په تکليف را واخيستل او هستپال ته مو راورسول"

د کليم الله په خبره د مړو تعلق له ضلع لورالايي، ږوب او د ډيره اسماعيل خان د کولاچي سيمې سره دی، د هغه په خبره په مړو کې نهه تنه له يوې کورنۍ سره تعلق لري او دا د کولاچي اوسېدونکي دي۔

مرستيال کميشر وویل دمړو جسدونه و خپلو خپلو سيمو ته د لېږدولو لپاره يې پوره اؤ ویړیا بندوبست کړی او د اتلسو تنانوجسدونه يې د هغوی و خپلوانو ته حواله کړي خو د نورو شناخت لا هم نه دی شوی۔

د پېښې لامل لا هم په پوره توګه نه دی معلوم خو د مدني فعال کليم الله په خبره" غرنۍ سيمه ده، سړک وړوکی دی او په وېګن کې د مسافرو شمېر زيات ؤ نو داسې معلومېږي چې له ډرايور څخه موټر بې قابو شوی او لاندې کندې ته لويدلی۔

د بلوچستان د وزير اعلا مير عبدالقدوس بزنجو له لوري له غمجنو کورنيو سره خواخوږي ښودل شوې او د ټپي د جدي درملنې امر شوی دی۔

بل لوري ته تيره ورځ د کوټې کراچۍ پر لور په دوو جلا جلا ټرافیکي پېښو کې هم شپږ تنه مړه شوي ؤو۔
له هم دې حسابه په دوو ورځو کې 28 تنه د ټريفک په پېښو کې مړه شوي۔

د پېښې په رامنځته کیدو پر ټولنيزو رسنيو زياتره خلکو خفګان ښودلی او له حکومت څخه غوښتل شوي چې د داسې پېښو د مخ نيوي لپاره دې جدي ګامونه واخيستل شي۔

د ټريفک پېښو پر وخت د مرستندويه ادارې ون ون ټو ټو(1122) د رپورټ مطابق په کال 2021م کې په بلوچستان کې په ټرافیکي پېښو کې 259 اؤ‌ په روان کال کې تراوسه 92 کسان مړه شوي دي

د ادارې د چارواکو په خبره د زیاتره ټرافیکي پېښو علت دسړکونو تنګوالی،دګاډو خراب حالت، دموټر چلوونکو بې خوبي ، بې لائسنسه موټر چلول اؤ د ټریفک اصول نه مراعاتول دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG