لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تاجران وايي کرونا وایرس له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت کم شوی


د پاکستان او افغانستان سوداګر وخت په وخت دا ګيلې هم کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کاروباري هلو ځلو په لار کې لوی خنډ سياسي تاوترېخوالی دی
د پاکستان او افغانستان سوداګر وخت په وخت دا ګيلې هم کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کاروباري هلو ځلو په لار کې لوی خنډ سياسي تاوترېخوالی دی

د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ د سازمان پاک افغان جاينټ چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټري مشر زبېرموتي والا وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت وضعه له وړاندې خرابه وه، د کرونا وبا له امله نوره هم اغېزمنه شوې ده.

د ده په وينا د حکومتي ګامونو د اوچتولو د دعوو باوجود د پُولې دواړو غاړو سوداګرو ته ستونزې رامخې ته دي. د کرونا وبا له امله په روزګار اغېز پرېوتی خو د دې دومره اثر نشته، له دې وړاندې د دواړو هېوادونو کارباوري کسانو ته مشکلات وو.

نوموړی زياتوي په خصوصي توګه د مارچ د مياشتې نه تر اپرېل د کرونا وبا له امله هم سوداګرو ته لوی زيان اوړېدلی دی .

د دې ترڅنګ د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼه بزنس رېکارډر وايي مرکزي د بندرونو د وزارت سېکرټري د دواړو هېوادونو د چېمبر د مشرانو غونډه هم رابللې ده.

د ياد چېمبر د افغانستان سره تعلق لرونکی غړی خان جان الکوزی وايي د کرونا وبا له امله د قرنطيني شرايطو له امله د پاکستان او افغانستان ترمنځ تر ۷۰ فيصده تجارت خراب شو، کاروبار ودرېدو.

د نوموړی په وينا چې هره ورځ يواځې د افغانستان له خوا دوه نيم مليونه ډالره تاوان رسېدلی. په افغانستان کې د مېوې او سبزۍ وخت ؤ، هغه په وخت نه دي رارسېدلي. د دې ترڅنګ پاکستان هم لوی تاوان کړی دی.

د پاکستان او افغانستان سوداګر وخت په وخت دا ګيلې هم کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کاروباري هلو ځلو په لار کې لوی خنډ سياسي تاوترېخوالی دی.

څېړنې وايي په ورستيو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځه تجارت د دوه اعشاريه پينځه اربه ډالرو نه يو نيم ارب ډالر ته راکم شوی دی خو د پاکستان له خوا افغانستان سره په پوله زياتې بندې لارې پرانستل شوې دي او حکومت وايي د اوونۍ پينځه ورځې تجارت کېږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG