لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوداګر وایي دقانوني کړکیچونو له امله دافغانستان اؤ پاکستان په تجارت بدې اغېزې کیږي


په پېښور کې افغان کونسل ګري وایي دافغانستان او پاکستان تر منځه تجارت پیاوړی شوی او هڅې کوي چې په حکومتي کچه هغه ستونزې هوارې کړي چې د تجارت په برخه کې مشکلات پیدا کوي
په پېښور کې افغان کونسل ګري وایي دافغانستان او پاکستان تر منځه تجارت پیاوړی شوی او هڅې کوي چې په حکومتي کچه هغه ستونزې هوارې کړي چې د تجارت په برخه کې مشکلات پیدا کوي

په خیبر پښتونخوا کې سوداګر وایي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او قانوني ستونزو له امله په دوه اړخیزه تجارت بدې اغیزی کیږي او باید چی دواړه هېوادونه تجارت د سیاست څخه لرې وساتي اؤ سوداګرو ته اسانتیاوې ورکړي ترڅو تجارت وده بیا مومي.

په پېښور کې افغان کونسل ګري وایي دافغانستان او پاکستان تر منځه تجارت پیاوړی شوی او هڅې کوي چې په حکومتي کچه هغه ستونزې هوارې کړي چې د تجارت په برخه کې مشکلات پیدا کوي.

دخیبر پښتونخوا مردان چیمبر اف کامرس او انډسټري له خوا تیره ورځ دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ د تجارت د ودې په اړه مردان کې راجوړې کړل شوې یوې غونډې ته د وینا په وخت ګډون والو د دواړو هیوادونو تر منځه په تجارتي ستونزو رڼا واچوله او غوښتنه یې وکړه چې په حکومتي کچه دې سوداګرۍ ته اسانتیاوې ورکړی شي.

په دې غونډه کې پېښور کې د افغان کونسل ګرۍ کمرشل یا کاروباری اتاشي ډاکټر وحیدالله ګډون درلودو.

د مردان چیمبر آف کامرس او انډسټري مشر ظاهر شاه وایي د خیبر پښتونخوا سوداګر افغانستان ته د ویزو ستونزې لري، د کسټم د محکمی له خوا کار په قلاره روان دی او بیا د امنیت په نوم هم دواړو غاړو ته ګاډي ایساریږي او دهغې دتجارت رفتار اغېزمن کیږي.

څیړنې وایي په افغانستان کی د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دواړو هیوادونو تر منځه تجارت تیر کال 2021په وړومبیو دریوؤ میاشتو کې 451 میلينه ډالرو ته راکوز شوی و خو اوس په دې کې یو ځل بیا اضافه شوې او د پاکستان د تجارت وزارت وایي روان مالی کال د افغانستان او پاکستان تر منځه تجارت 741 میلينه ډالرو ته زیات شوی او په دې کې 64 فیصدي اضافه شوې ده.

د افغان کونسل ګرۍ مامورینو وویل چی سوداګر کولی شي چې په افغانستان کې د کاروبار کولو لپاره د زیاتې مودې ویزې ترلاسه کړي او خپلو کاروبارونو ته وده ورکړي .

په پېښور کې د افغان کونسل ګرۍ کاروباري اتاشي ډاکټر وحید الله وویل د افغانستان او پاکستان د حکومتونو تر منځه تجارت ته ودې ورکولو دپاره هڅې روانې دي چې سوداګرۍ ته زمینه برابر کړي او تجارانو ته اسانتیاوې ورکړي.

هغه وویل د بینکونو نظام کې د پیسو انتقال ستونزې لري او دواړو غاړو ته په تجارت کې هم مشکلات شته خو دوي ددې د حل دپاره لارې لټوي.

ګډون والو وویل د افغانستان نه پاکستان ته او پاکستان نه افغانستان ته وړونکي سامانونه اکثره د قانوني ستونزو اؤ کړکیچونو له امله په ورځو ورځو ایسار وي او بیا داسې خوراکي شیان ایسار شي چې سخا نو اؤ بې کاره شي.

دا وخت اکثره د افغانستان نه پاکستان ته سبزیانی او تازه میوي ، کوله او استعمال شوې وسپنه درآمد کیږي او درامدات 65 فیصدي زیات شوي خو افغانستان ته د چینو، وړو او سمنټو برآمد په قلاره شوی .

ملګری ملتونه وايي په کال 2017 کی دوه اړخیزه تجارت 1.4 اربه ډالره و خو په کال 2021م کې د طالبانو د راتلو وروسته دا تجارت 800 میلينه ډالوه ته راکوز شوی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG