د امريکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ قانوني ستونزې ورځ تر بله په زياتېدو دي. ټرمپ د ډېرو جرمونو د تورونو سره مخ دی چې هم يې سياسي حيثيت ته خطره ده او که سزا شي نو جيل ته هم تلی شي.
ټرمپ د کال 2024 د انتخابونو د پاره د ريپبلېکن ګوند د نامزدګۍ امیدوار دی او تر اوسه د ګوند د ټېکټ د نورو خواهشمندو نه زیات مقبول ګڼل کېږي. تېره اونۍ په واشنګټن ډي سي کې په دې تورن شوی چې دکال 2020 د انتخابونو د نتيجو د بدلولو هڅه يې کړې وه او خپل بيلات يې په ګټه د بدلولو کوښښ کولو.
ټرمپ د وړاندې نه په نيويارک او فلوريډا کې د جرمونو د مقدمو سره مخ دی. د هغه خلاف په جارجيا ايالت کې يوه بله مقدمه هم ممکن ده و څه وخت هم پرې کېدلی شي.
د دې نه وړاندې په بل کوم امريکايي ولسمشر د جرمونو مقدمه نه ده شوې او دا نه ده معلومه که ټرمپ ته سزا ورکړل شوه چې جيل ته به لاړ شي او که نه؟
د ټرمپ مقدمو ځينې قانوني پوښتنې راپورته کړي چې څه پکې اسان ځواب لري لکه دا چې که ټرمپ سزا شي نو په راروانو انتخابونو کې برخه اخستلی شي؟ جيل ته تلی شي؟ ايالتونه کولی شي چې د جرمونو ريکارډ لرونکی د ووټ نه لرې وساتي؟ که ټرمپ سزا شي خوانتخابونه وګټي بيا به څه کيږي؟ ايا که انتخابونه وګټي نو کولی شي چې ځان ته معافي ورکړي؟
که ټرمپ سزا شي نو کولی شي چې انتخابونو ته ودرېږي؟ په دې پوښتنه ډېر متفق دي چې که سزا هم شي په اييني توګه د هغه مخ ته کوم خنډ نشته چې د ولسمشرۍ د مقابلې نه بهر کړل شي.
د امريکا ايين د ولسمشرۍ د اميدوار د پاره درې شرطونه ږدي چې يو پکې دا دی اميدوار به په امريکا کې پيدا وي، دويم دا چې عمر يې کم نه کم 35 کاله وي او دريم دا چې کم نه کم څوارلس کاله په امريکا کې پاتې شوی وي.
ټرمپ دا درې واړه شرطونه پوره کوي او ايين پوهان وايي ايالتونه د دې نه پرته کوم شرط د ولسمشرۍ په اميدوار نه شي لګولی.
ايوجېني مازو چې د انتخابونو کارپوه او د ډيوکوېنس پوهنتون راتلونکی پروفيسر دی وي او ای ته وايي “ان تر دې که يو اميدوار ذهنيروغتيا هم نه لري ايين هغه د مقابلې نه منع کوي نه. ايين ټول ضروري شرطونه ايښودي دي. که ته غواړې چې کوم زياتي شرط کېږدې هغهبه په ايين کې د بدلون کولو وروستو کيږي”.
مازو وايي په تېرو کلونو کې د کيليفورنيا او نيو جرسي ايالتونو دا قانون چې د ولسمشرۍ د اميدوار نه ټيکس ريکارډ وغواړي هم د ايين خلاف ګرځول شوی.
هغه وويل د دې دا مطلب شو چې ايالتونه که قانون هم جوړ کړي خو نه شي کولی ټرمپ د انتخابونو د مقابلې نه بهر کړي که د هغه دجرمونو ريکارډ هم لري.
د ايين په څوارلسم ترميم بحث کونکی او د مېزوري پوهنتون د قانون استاذ پروفيسر فرينک باومين وايي ايالتونه د ولسمشرۍ اميدوار نهشي نااهله کولی.
هغه وويل البته د څوارلسم ترميم د درېيمې مادې ترمخه که څوک په بغاوت لا د تشدد ډک پاڅون کې ککړ ثابت شي د ولسمشرۍ د مقابلېنه منع کېدلی شي.
دا ماده د کال 1861-65 د سېول وار په ترڅ کې د ايين برخه شوې ده چې د باغيانو د کانفېډريسي د مخ نيوي د پاره وه خو لا د سلوکالو نه زيات وخت شو چې خاموشه پاتې ده.
خو په وروستيو کې ازاد خياله ډلې لکه مايي فاميليا او فري سپيچ فار پيبل لا د خلکو د اظهار د ازادۍ حق غوښتونکي په دې زور اچويچې ټرمپ دې د ايين د څوارلسم ترميم لاندې ناهله وګرځول شي.
د دوی دليل دا دی چې په شپږمه جنورۍ کال 2021 کې ټرمپ د امريکا په ضد د تشدد ډک پاڅون کړی او په کيپيټل هېل ورختلی و چېکانګرس د جو بايډن د ګټې د اعلان کولو نه منع کړي.
د ټرمپ خلاف د ايمپيچمېنټ لا د لرې کولو هڅه هم وشوه خو د سېنټ لخوا يې مخالفت وشو او بچ شو. باومين وايي چې د ټرمپ خلاف نهخو د بغاوت او نه د تشدد نه د ډک پاڅون تورونه لګول شوي. هغه وايي “دا چې دا کوښښونه به څه رنګ راوړي او که نه. دا بحث غواړيخو ناممکن هم نه ده”.
يو شمېر قانون پوهان وايي که ټرمپ ته سزا هم ورکړل شي او په جيل کې واچول شي بيا هم هغه د ولسمشرۍ په انتخابونو کې برخه اخستلی شي او مثال يې د سوشلېسټ ګوند د کال 1920 د اميدوار ايوجېني وي ډېبز دی چې د غدارۍ په تور يې په جيل کې سزا تېرولهخو بيا يې هم نزدې يو ميلين رای ګټلې وې.
بل مثال يې د سياسي فعال لېنډن لاروشي دی چې په کال 1992 کې د ټګۍ ټورۍ په جرم کې په جيل کې و خو انتخابي مهم يې چلولیو.
قانون پوهان وايي د ټرمپ په معامله کې هم دغه شان کېدلی شي.
یادونه: د دې رپورټ معلومات د وي ای خبریال مسعود فاریوار د رپورټ نه اخیستل شوي دي
Forum