لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کېنېډا، اسټرېلیا او نیوزیلېنډ رفح کې تر برید مخکې ډزبندي غوښتې، ترکي او مصر د ډزبندۍ هڅې کوي


د غزې په رفح ښار کې د اسرایل له خوا د مځکنیو عملیاتو د پیلولو د اعلان په غبرګون کې د کېنېډا، اسټرېلیا او نیوزیلېنډ مشرانو د سمدستي بشري ډزبندۍ غوښتنه کړې او بل لور ته د ترکي او مصر ولسمشرانو هم په رفح کې د عملیاتو د مخنیوي لپاره په قاهره کې خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د ډزبندۍ له غوښتنو او هڅو سره سره د رپوټونو له مخې اسرایلي ځواکونو د پنجشنبې- زیارت په سهار په جنوبي غزه کې په ناصر روغتون برید کړی چې د رپوټونو له مخې یو ناروغ پکې وژل شوی او شپږ ټپیان شوي دي، همدارنګه د غزې روغتیا وزارت هم ویلي چې تېره شپه په بریدونو کې تر 100 زیات کسان وژل شوي دي.

د کېنېډا، اسټرېلیا او نیوزیلېنډ وزیراعظمانو د پنجشنبې- زیارت په ورځ په یوه ګډ بیان کې ویلي، چې سمدستي بشري ډزبندۍ ته په بیړنۍ توګه اړتیا ده:

"موږ په دې اړه ژوره اندېښنه لرو چې اسرایل په رفح کې د مځکنیو عملیاتو د پلانولو خبرداری ورکړی دی، په رفح کې پوځي عملیات به یو ناورین وي".

د ترکي صدر رجب طیب اردوان د شورو- چارشنبې په ورځ په تېرو لسو کلونو کې په لومړي ځل په غزه کې د ډزبندۍ د هڅو لپاره قاهرې ته رسېدلی او د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره یې لیدلي دي، تر دې وړاندې د نهې- سه شنبې په ورځ عرب اماراتو ته تللی وو او له صدر شیخ محمد بن زاید النهیان سره یې لیدلي وو.

د مصر د سرکاري رسنیو د خبر له مخې اردوان او السیسي له دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو چېلنجونو سره سره پر دې هڅو هم ږغېدلي چې څنګه په غزه کې روانه جګړه ودرول شي.

د اسرایل وزیراعظم بینیامین نتنیاهو د شورو- چارشنبې په ورځ په قاهره کې د ډزبندۍ په اړه له خبرو څخه د اسرایل د ایستلو اعلان وکړ او ژمنه یې وکړه چې د غزې په جنوبي ښار رفح کې به د حماس جنګیالیو پرضد برید کوي.

د کېنېډا، اسټرېلیا او نیوزیلېنډ په ګډ بیان کې له اسرایل غوښتل شوي‌ چې په رفح باندې برید ونه کړي، خو دا یې هم ویلي چې هر ډول ډزبندي "یو طرفه" نه شي کېدی او له حماس ډلې یې د وسلو غوځولو او د پاته یرغمل کسانو د سمدستي خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

د دغو هېوادونو وزیراعظمانو دا هم ویلي چې د انصاف نړیوال عدالت په جنورۍ کې د سوېلي افریقا له خوا د "نسل وژنې" د مقدمې په پرېکړه کې اسرایل پابند کړی چې ملکي خلک وژغوري او د اړتیا وړ بشري مرستو ته اجازه ورکړي. دوی ویلي:

"د ملکي وګړو ژغورنه د بشردوستۍ د نړیوالو قوانینو په بنیاد ډېره مهمه او یوه اړتیا ده. د فلسطین عام خلک نه شي کولای چې حماس ته د ماتې ورکولو بیه پرې کړي".

د مصر صدر عبدالفتاح السیسي وروسته ګډې خبري غونډې ته وویل، "موږ په غزه کې د سمدستي ډزبندۍ او په لوېدیځه غاړه کې د ارامۍ پر اړتیا اتفاق وکړ" چې د یو خپلواک فلسطیني ریاست د جوړېدو له وروستي هدف سره د اسرایل او فلسطین د سولې خبرې بیا پیل شي.

اردوان له السیسي سره ګډې خبري غونډې ته په وینا کې د اسرایل له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو څخه وغوښتل چې په رفح کې له مځکنيو بریدونو ډډه وکړي.

اردوان د اسرایل په حکومت باندې په غزه کې د فلسطینیانو د "قتلِ عام" تور پورې کړ او ویې ویل، له خلکو څخه "د غزې د خالي کولو هڅې د منلو وړ نه دي".

په غزې پټۍ کې د مصر پولې ته څېرمه په رفح ښار باندې د اسرایلي ځواکونو له مځکنیو عملیاتو سره دا جګړه اوس یو مهم پړاو ته رسېدلې ده ځکه چې په دې سیمه کې شاوخوا 1.4 میلین خلک د خېمو په کېمپونو، اپارټمنټونو او پناه ځایونو کې اوسېږي.

مصر اندېښنه ښکاره کړې چې په رفح باندې مځکني بریدونه به په لکونو بې ځایه شوي فلسطینیان اړ کړي چې تر پولې ور واوړي او د مصر سینا ټاپووزمې ته ورشي.

مصر ګواښ کړی چې که اسرایلي ځواونه په رفح کې بریدونه پیل کړي نو له اسرایل سره د لسیزو پخوانی د سولې تړون به وځنډوي.

مصر، قطر او د اسرایل مهم متحد امریکا د ډزبندۍ او د حماس له منګولو د هغو یرغمل شویو پاته 130 کسانو د بیرته را خوشي کېدو هڅه کوي، چې ګومان کېږي شاوخوا څلورمه برخه یې وژل شوي دي.

د سه شنبې- نهې په ورځ هم په دغو هڅو کې د ښکېلو هېوادونو استازو په قاهره کې خبرې اترې وکړې خو رپوټونه وایي چې کوم پرمختګ پکې نه دی شوی.

یادونه:- د رپوټ معلومات له اسوسیېټډ پریس، فرانس پریس خبري ایجنسۍ او رویټرز څخه اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG