لاس رسیدونکی لینک

 
کېنېډا د هېواد د اقتصادي بحالۍ دپاره مهاجرین مهم ګڼي
تازه خبر

کېنېډا د هېواد د اقتصادي بحالۍ دپاره مهاجرین مهم ګڼي


د اتوار، يکشنبې، په ورځ د کېنېډې د انټاریو صوبې په لندن کې ښار کې یو تن په خپل ټرک د پاکستاني نژاد کورنۍ څلور غړي ووژل. پولیس ویلي دغه حمله د کرکې په بنیاد شوي ده. حمله کونکي پولیس ګرفتار کړی دی
د اتوار، يکشنبې، په ورځ د کېنېډې د انټاریو صوبې په لندن کې ښار کې یو تن په خپل ټرک د پاکستاني نژاد کورنۍ څلور غړي ووژل. پولیس ویلي دغه حمله د کرکې په بنیاد شوي ده. حمله کونکي پولیس ګرفتار کړی دی

د کېنېډا چارواکي چې د کرونا وبا دلاسه د هېواد زیانمن شوي اقتصاد د بحالۍ دپاره منصوبه سازي کوي د ملک په اقتصاد کې د مهاجرت کوونکي کرادار اهم بولي.

د وي او ای رپورټ وایي کېنېډا د بل هر ملک نه زیات مهاجرت کونکي لري چې د کال ۲۰۱۶ د سر ش شمېرنې ترمخه شرح یې د ملک د ابادۍ ۲۱ اشاریه نهه فیصد ده. په کېنډا کې تر ټولو زیات مهاجرت کونکي د اېشیا، بیا د افریقي او بیا د یورپ دي. په کېنېډا کې د پنځه لکه نه زیات غېرملکي طالب علمان سبق وايي.

د کرونا وبا نه وړاندې کېنېډې ته هر کال د درې لکه نه زیات مهاجرت کونکي ورتلل خو څېړونکي وايي د خلکو ته د وېکسین ورکېدلو په پرواګرام کې د پراخوالي نه پس به کېنېډې ته د مهاجرت کوونکو لرۍ بیا پېل شي.

د کېنېډې د ټورانټو ښار په رېسن یونېورسټۍ کې د مهاجرت ماهر هېرلډ باوډر وي او ای ته وویل د وړاندې وختونو پرتله کېنېډا په موجوده وخت کې مهاجرت ته زیات ضرورت لري. هغه وویل د اقتصاد بحالۍ ته چټکتیا ورکولو دپاره مهاجرت د مسلې حل دی. هغه دا هم وویل کېنېډ ته د مهاجرت خواهشمندو دپاره به دا ښه کال وي.

باوډر وویل د حکومت نه داسې نخښې ترلاسه کېږي چې کله د کرونا وبا ختمه شي نو مهاجرت به د اقتصاد د بحالۍ د مسلې برخه جوړوي.

د مهاجرت په اړه د کېنېډا حکومت په وېب پاڼه وېل شوي مهاجرت کونکي په اقتصادي پرمختګ کې مرسته کوي، ټېکس یا مالیا ادا کوي، د خواریکښو کمی پوره کوي، په کورونو او د ټرانسپورټ په مد کې پېسې مصرفوي. مهاجرت په ابادۍ کې د بدلون منفي اثرات هم ختموي. په کال ۲۰۱۹ کې په کېنېډې کې د ماشومانو د زېږېدنې شرح تر ټولو کمه وه.

د وي او ای رپورټ وايي تېر کال په کېنېډا کې د مهاجرت کوونکو دپاره سخت و، ګڼ شمېر مهاجرت کوونکي د کرونا وبا له امله بې روزګاره شول خو ځینو مهاجرت کوونکو د صحت د خېر ښېګړې په برخه کې خدمات ترسره کول.

د امېګرېشن سروسز اېسوسي اېشن نومې ادارې مشره جېنېفر واټس وویل د وبا په مهال مهاجرت کوونکو په اول صف کې خدمات ترسره کړي او د اقتصاد په بحالۍ کۍ به هم د رهبرۍ کردار ادا کوي. هغې وویل په ځینو نورو مدونو کې د ځینو مهاجرت کوونکو روزګارونه په منفي ډول متاثر شوي دي.

د حزب اختلاف نیو ډېموکرېټک پارټۍ مشر جګ میت سنګ وي او ای ته په یو بیان کې وویل د کروبا وبا په ټوله کېنېډا کې نوي اباد شوي خلک او د نړیوالو طالب علمانو په شمول هر څوک ځپلي دي.

د وي او ای رپورټ وايي کېنېډا دا شهرت لري چې د تنوع ټولنه یې د هرچا هرکلی کوي خو ډیر مهاجرت کونکي د مهاجرت مخالفه جذباتو سره هم مخامخ کیږي.

د ټورانټو د یورک یونېورسټۍ طالب علم نوا خان په خپله څېړنه کې په انټرنېټ د ايشايي طالب علمانو خلاف د کرکې وېنا ته کتنه کوې او وايي په دې کې اضافه شوي ده.

د وي او ای سره خبرو کې هغه وویل د هغه خپلو تجرباتو هغه په دې اړه څېړنې ته متحرک کړو. هغه وویل نا معلومه تن ورته په ایمېل کې وویل د طالب علمانو په غونډو کې به په هغه نظر ساتل کېږي او هغه مخاطب کولو دپاره یې د "سېنډي" ټکی استعمال کړو چې د منځني ختیځ د خلکو دپاره د بې احترامۍ په ډول استعمالېږي.

خان وویل دا خبره واضحه ده چې د ايشايي نسل خلکو په ضد کرکه زیاته شوي ده.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ د کېنېډې د انټاریو صوبې په لندن کې ښار کې یو تن په خپل ټرک د پاکستاني نژاد کورنۍ څلور غړي ووژل. پولیس ویلي دغه حمله د کرکې په بنیاد شوي ده. حمله کونکي پولیس ګرفتار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG