د کنېډا د سرو زرو په کانونو کې ټېکې اخستونکې بيرېک ګولډ کارپوريشن مالک مارک برېسټو وايي کمپني يې د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د رېکوډېک په منصوبه کې سعودي پيسې ورګډولو ته تياره ده.
برېسټو د جون په میاشت کې شایع شوی دا رپورټ رد کړو او دا يې ګنګوسه وبلله چې ګني کمپني يې د يوې بلې کنيډين کمپنۍ فرسټ کوانټم مېنرلزسره په دې منصوبه د نيم په نيمه په بنياد د شاميلېدو په اړه خبرې اترې کوي.
بيرېک ګڼي چې د پاکستان او بلوچستان صوبې د حکومتونو شريکه د سرو زرو او تانبې منصوبه د نړۍ يو غټ خو وروستو پاتې درنګ دی.
د روېټرز خبري ادارې سره په مرکه کې برېسټو وويل کمپني به يې ونه غواړي چې خپله برخه په منصوبه کې راکمه کړي خو که پاکستان خپله برخه سعودي عرب پبلک اېنسوېسټمنټ فند ته ورکوي نو ورته پرې څه اعتراز نشته.
هغه وويل د سعودي عرب او پاکستان د يو بل سره مظبوط تعلق دی خو چونکه د منصوبې واک د بيرېک سره دی نو وړومبی حق د دوی دی چې کومه خبره ومني او د څه نه انکار وکړي.
برېسټو وايي کمپني يې دې منلو ته تياره ده چې که پاکستان د رېکوډېک په منصوبه کې خپله 25 فیصد برخه سعودي عرب ته ورکول غواړي نو داسې کولی شي.
پاکستان لا دا نه ده په ډاګه کړې چې ایا خپله برخه خرڅوي او که نا؟
د دې مياشت په شروع کې پاکستان د سعودي عرب چارواکي د معدنياتو یو کانفرنس ته ور بللي وو. په دغه کانفرنس کې د بيرېک چارواکو هم ګډون کړی و.
بيرېک او د سعودي عرب د درنګونو کمپنۍ معادن په ګډه په جده کې د تانبې منصوبه چلوي.
د سعودي عرب کمپني په نړيواله کچه د زرو او تانبې په منصوبو کې سرمايه کاري کول غواړي چې د دغه هېواد د توانای په منصوبو کې د لګښت برخه ده.
دا مياشت د سعودي کمپنۍ د برازيل د درنګونو د کمپۍ ويل نه لس فيصده برخه اخستلې ده.
بيرېک چې په نړۍ کې د سرو زرو او تانبې دويمه غټه کمپني ده د منځني ختيځ سرمايه کاروان سنجيده ګڼي چې ورسره تر اوږدې مودې بورې پاتې کېدل غواړي او خپل لرليد او تجربه پرې خرڅه کړي.
یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي
Forum