لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېش کارټر وایي امریکا به افغانستان سره ولاړه وي


د امریکا د دفاع وزیر اېش کارټر ويلی دي امريکا به افغانستان سره خپلې مرستې دوامداره ساتي. اېش کارټر اود افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن غرمه په ارګ کې د خبرو وروسته خبري کانفرنس ته گډه وینا کړېده -

اېش کارټر وویل چې په روان کال کې امریکا د افغانستان په هکله درې پریکړې کړي دي-هغه وویل په دغو پریکړو کې د امریکا د جمهوررئیس له خوا دده په سپارښتنه په افغانستان کې دامریکایي ځواکونو پاتې کیدل، د ستراتیژیکي اغیزو لرونکو عملیاتو کې برخه اخیستل او افغان امنیتي ځواکونو سره د امریکا د مالي او د ښونې روزنې په برخو کې د مرستو دوام وښود.

ښاغلي کارټر وویل "سږکال مونږ ګورو چې افغان امنیتي ځواکونه چې ستاسو د هیواد د امنیت مشري په غاړه لري او په یو ازمایښت سره مخ وو، د سترو قربانیو په ورکولو سره هغوی د جګړې په ډګر کې کمال کړی دی او د نفوسو څخه په ډکو سیمو کې یې د طالبانو د اهدافومخه نیولې ده، هغه وویل دا یو ستر پرمختګ څرګندوي چې افغان ځواکونو د امریکا او ناټو ځواکونو په مرسته ترلاسه کړی دی.

جمهوررئیس محمد اشرف غني په خپل وار وویل چې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د پاتې کیدو په اړه د امریکا جمهور رئیس پریکړه به پنځوس او یا سل کاله وروسته د یوې تاریخي پریکړه په توګه وپیژندل شي. ښاغلي غني د افغانستان سره د امریکا د مرستو په ځانګړي ډول په روان کال کې د دغه هیواد د پوځي مرستو څخه د خپل حکومت او افغانانو په استازیتوب مننه وکړه او ویې ویل چې په دې کې د امریکا د دفاع د وزیر لوی لاس وو،

اېش کارټر په سيمه کې د وسله وال گوند القاعده په اړه وویل چې د القاعدې ډلې پر وړاندې به امریکايي ځواکونه خپلو بریدونو ته دوام ورکړي ښاغلي کارتر وویل " په حقیقت کې د افغان ځواکونو په ملتیا مو په دې وروستیو کې د اسلامي دولت چې دلته ورته داعش وایي دوه ستر عملیات ترسره کړل په دې هیواد کې د هغوی مشران مو ووژل او په دې هیواد کې مو د هغوی جګړیزو قابیلیتونو ته زیان ورسوه،همداشان مونږ په افغانستان کې د القاعده ډلې پاتې شونو پروړاندې بریدونو ته دوام ورکوو."

اېش کارټر چې د امریکا ددفاع وزیر په توګه یې دا افغانستان ته دا څلورم سفر وو، په دې سفر کې د هغه میرمن هم ورسره ملګرتیا کوله. امریکا په افغانستان کې نهه زره او اته سوه عسکر لري .

د امریکا دفاع وزیر په داسې حال کې افغانستان ته سفر کړی چې ټاکل شوې بله عیسوي میاشت د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما د امریکا منتخب جمهوررئیس ډونالډ ټرامپ ته واک وسپاري.

تراوسه لا معلومه نه ده چې د امریکا نوی جمهوررئیس به په افغانستان کې په څومره شمیر خپل عسکر وساتي، خو تیره اونۍ د امریکا منتخب جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ جمهوررئیس محمد اشرف غني سره په ټیلیفوني خبر کې وویلي وو، چې د افغانستان د امنیتي وضعیت د ارزولو وروسته که اړتیا وي افغانستان سره به خپله امنیتي همکاري زیاته کړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG