د امریکې د دفاع وزارت پېنټګان په مېدان کې د جمعې په ورځ د کال ۲۰۰۱ د سېپټمبر په ۱۱ نېټه د القاعده په حمله کې د وژل شویو کسانو په یاد کې دستوره وشوه.
۲۲ کال وړاندې په پېنټګان حمله کې ۱۸۴ کسان وژل شوي دي او د جمعې په ورځ دستوره کې زیاترو ګډون والو وژل شوي کسان پېژندل.
د کال ۲۰۰۱ د سېپټمبر د ۱۱ نېټې په سحر د القاعده وسله والو د مسافرو څلور جهازونه ونېول. وړمبی جهاز یې په نیویارک کې د ورلډ ټرېډ سېنټر شمالي ودانۍ سره ټکر کړو. شپاړس منټه وروسته دویم جهاز يې د ورلډ ټرېډ سېنټر جنوبي ودانۍ سره وجنګولو. د حملو په نتیجه کې د ورلډ ټرېډ سېنټر ۱۱۰ منزله ودانۍ تباه شوې.
دریم جهاز د سرښار واشنګټن سره نژدې په ورجېنیا ریاست کې د پېنټګان په ودانۍ راوغورځېدلو.
څلورم جهاز په واشنګټن کې د امریکې د کانګرس د ودانۍ په لورې بوتلل کېدو خو مسافرو جهاز د قابو کولو د کوښښونو په مهال جهاز په پېنسېلوېنیا ریاست کې وغورځېدو.
د ناین الېون په حملو کې د دنیا د ۹۳ ملکونو قریباً ۳۰۰۰ کسان ووژل شوو.
په دویم جنګ عظیم کې د امریکې په پرل نومې بندر د چاپانیانو د حملې نه وروسته ناین الېون د امریکې په خاوره تر ټولو بدترینه حمله وه.
د پېنتګان عمارت بحال کړی شوی، د ورلډ ټرېډ سېنټر نوی وداني جوړه شوي خو په حملو کې وژل شوی خلک به هېڅ کله ستانه نه شي.
د پېنټګان په دستوره کې د امریکې ۲۰۰ کلنه قومي ترانه وغږول شوه چې په کې په خطرناکه حمله کې د بچ کېدو ذکر شوی دی. په دستوره کې د ترانې دغو لفظونو خصوصي اهمیت لرلو.
په دستوره کې د مسلح خواکونو یو چارواکي دعا وغوښتله او ویې وېل "ای خدایه" د دې خاورې پرهرونه صحت یاب شي. د دستورې ګډون والو "امین" ووېل.
دستورې ته د ډپټي ډېفېنس ډرېکټرې سجیل احمد او اېډمېرل کرېسټوفر د وېنا نه پس د دفاع نایب وزیرې کېتلین هېکس په خپل تقریر کې په پېنټګان د ناین الېون د حملې د سترګو لیدلی حال بیان کړو.
هغې وویل خپل شخصي یاداشتونه شریکول ورته ګرانه ده.
هېکس او د هغې نه مخکې احمد په خپلو خبرو کې د همکارانو د مېړانې ذکر وکړو او ویې وېل د پېنټګان ځینو چارواکو د خطر باوجود د اور لمبو نه خفیه سرکاري دستاوېزاتو د راوېستلو کوښښونه کول.
د جمعې په ورځ د پېنټګان دستورې ته د تقریر کوونکو یو پېغام و او هغه دا چې امریکایانو د مزاحمت مظاهره کوله.
احمد او هېکس وویل په پېنټګان د لګېدلي اور د مړه کېدو نه یوه ورځ پس د ودانۍ دروازې د معمول په شان بیا پرانېستل شوې.
دستورې ته وېنا کوونکو وویل په ناین الېون حملو کې د دنیا نه تللي خلک به هېڅ کله هېر نه کړی شي.
په دستوره کې یو وارې بیا ملک د اتحاد دپاره دعا وغوښتل شوه.
د ناین الېون حملو د کلیزو دستورو په مناسبت د امریکې صدران عموماً نیویارک، ورجېنیا او یا پېنسېلوېنیا ته ورځي.
صدر جوبایډن به په دې لړ کې په هندوستان کې د جي ټونټی او په هېنوی کې د ملاقات نه پس هېواد ته لاره په الاسکا ریاست کې د ناین الېون په حملو کې د وژل شویو کسانو په یاد کې دستوره کې شرکت کوي.
د زیارت، پنجېشنبې، په ورځ صدر بایډن د ناین الېون حملو په سازش د پېنځو ملزمانو دا خواست رد کړو چې د تنهايې قېد او د مرګ سزا دې ور نه کړی شي.
Forum