د افغانستان او پاکستان تر منځ پر بولدک چمن لار د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پرضد له تېرو 107 ورځو راهیسې د روان احتجاجي پرلت مشران وايي، د سرکاري دفترونو مخې ته یې د احتجاج د غزولو پرېکړه کړې او د ټولټاکنو مخنیوی به وکړي.
د پاکستان حکومت د تېر کال د نومبر له لومړۍ نېټې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کړی دی خو وايي په چمن کې به له هغو کسانو سره به مالي مرسته وکړي چې د لارې د بندېدو په وجه اغېزمن شوي دي.
د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅکزي وي او اې ته وویل، د خپلو احتجاجونو د دوام په بل پړاو کې به د سرکاري دفترونو مخې ته کنټېنرونه ږدي او لارې به یې بندوي.
صادر خان وایي یا به په چمن کې د پاکستان عمومي انتخابات کېږي یا به له افغانستان سره تړلې پوله پرانیستل کېږي:
"موږ کنټېنرې راوړي دي، په پرلت کې راسره پرتې دي، ټول دفترونه بندوو، هېچا ته د انتخاباتو د کولو اجازه نه ورکوو. وچ کلک به سیاسي ګوندونه د اېماندارۍ څاکونه راپورته کوي، محمود خان اڅکزی او مولانا فضل الرحمن به یې راپورته کوي، موږ ته د سیاسي ګوندونو شاهرګ په لاس راغلی دی، او هغه شاهرګ انتخابات دي یا به انتخابات وي یا به لاره اېله کوي".
صادق خان اڅکزي وویل د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مشر محمود خان اڅکزي په حواله وویل چې هغه هم پرلت ته په خپله وروستۍ وینا کې ویلي، که د چمن او سپین بولدک "لاره بنده وي، دوی هم انتخاباتو کې برخه نه اخلي". پښتونخوا ګوند تر اوسه خپله د دې خبرې تایید نه دی کړی.
صادق خان اڅکزی زیاتوي چې له مجبورۍ خپل احتجاج پراخوي ځکه چې وایي د بولدک او چمن لارې له بندېدو وروسته په تېرو درو میاشتو کې ولس ته سختې اقتصادې ستونځې ورپېښې دي.
د بلوچستان حکومت د اطلاعاتو نګرن وزیر جان محمد اڅکزي د چمن پرلت په اړه د فرورۍ پر دویمه په یو ویډیويي پيغام کې ویلي چې د لارې له بندېدو څخه اغېزمنو کورنیو ته به مالي مرستې ورکول کېږي.
اڅکزي د جنورۍ پر 15مه په کوټه کې په يوه خبري غونډه کې ویلي وو چې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او وېزې شرط په سختۍ سره عملي کېږي او هېچا ته له اسنادو پرته د سفر اجازه نه ورکوي.
د کندهار له سپین بولدک سره پر پوله پروت د بلوچستان چمن یو لوی تجارتي ښار دی او د زرګونه خلکو تجارت یې له پولې سره تړلی دی، خو د تېر کال د اکتوبر له 20مې راهیسې د دې ښار د لغړیانو (پر پوله کاروبار کوونکو) تنظیم د پاسپورټ او ویزې لازمي کولو خلاف په احتجاج بوخت دي.
دغه احتجاج کوونکي د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې پر پوله د ازاد تګ راتګ غوښتنه کوي او د دې لپاره یې د نومبر له 20مې راهیسې د چمن او سپين بولدک ترمنځ لويه لاره هم د هر ډول تجارت پرمخ تړلې ده.
په دې لړ کې د پرلت کوونکو او حکومتي چارواکو تر منځ څو ځله خبرې هم شوې دي خو حکومت وايي له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي او پاسپورټ ویزه یې د خپل امن لپاره مهم بللي دي.
یادونه:- دا رپوټ له وي او اې اشنا را اخیستل شوی دی.
Forum