لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده کې په وړومبي ځل جوماتونو نه دبدامنۍ پرضد اؤ دامن په پلوۍ داحتجاجونو اعلانونه شوي دي


دپېښور دې اوسنۍ چاودنه کې دچارسدې د اميراباد کلي درې ځوانان وژل شوي اؤ تر دې وړاندې هم د بدامنۍ پېښو کې ددې سيمي ګڼ شمیر خلک وژل شوي خو ددغه سیمې د جوماتونو نه د امن لپاره د احتجاج اعلان په اول ځل اوريدل شوی دی
دپېښور دې اوسنۍ چاودنه کې دچارسدې د اميراباد کلي درې ځوانان وژل شوي اؤ تر دې وړاندې هم د بدامنۍ پېښو کې ددې سيمي ګڼ شمیر خلک وژل شوي خو ددغه سیمې د جوماتونو نه د امن لپاره د احتجاج اعلان په اول ځل اوريدل شوی دی

دپېښور د وروستي ځانمرګي برید نه وروسته په وړومبي په چارسده کې دجوماتونو نه دبدامنۍ پرضد اؤ دامن په پلوۍ داحتجاج اعلانونه شوي ګڼو خلکو دامن دټینګښت لپاره دچارسدې په میراباد سیمه کې احتجاج کړی دی.

دجمعې په ورځ شوي دې احتجاج کې د وژل شوو کسانو دکورنيو غړو، سياسي او ټولنيزو فعالانو په يو اواز د امن غوښتنه کړې او د ترهګرۍ زياتيدونکې پېښې یې غندلې دي.

دپېښور دې اوسنۍ چاودنه کې دچارسدې د اميراباد کلي درې ځوانان وژل شوي اؤ تر دې وړاندې هم د بدامنۍ پېښو کې ددې سيمي ګڼ شمیر خلک وژل شوي خو ددغه سیمې د جوماتونو نه د امن لپاره د احتجاج اعلان په اول ځل اوريدل شوی دی.

د اعلان وروسته دسیمې ګڼ خلک د احتجاج د پاره رايو ځايې شول اؤ دامن په پلوۍ یې نعرې ووهلې.

احتجاج ته وېنا کوونکي يو سياسي کارکن حامد خان وويل د پښتنو د بقا يوازینۍ لار اتفاق او د روانې بدامنۍ پرضد غږ پورته کول دي۔

"مونږ ټولو ته په دې خبره اتفاق کول پکار دي، ټولو ته راپاڅېدل پکار دي، چې د هغو خلکو خلاف ودريږو، څوک چې ددې پښتنو کورونه ورانوي، څوک چې دا پښتانه وژني"

د پېښور د ځانمرګې بريد په ضد او د امن غوښتو د پاره د جمعې په ورځ ځايې په ځايې احتجاجونه شوي دي، د اغېزمن شوو کورنيو غړې هم وايي دوي نور امن غواړي۔

د عمر صديق ورور هم د پښور ځانمرګي بريد کې وژل شوی دی، د خپل رور دعا ته يې خلک راځي خو پخپله د وژل شوو تنانو د کورنيو په غړو ګرځي او هغوئ ددې پېښې پرضد غږ پورته کولو ته تشویقوي۔

هغه ډیوه ته وایي"مونږ امن غواړو بس،د نن نه پس به ټول پښتانه په دې مرام باندې روانيږو چې مونږ ته دې امن راکړي، مونږ امن غواړو نور هيڅ نه غواړو، ټولو پښتنو ته ويم چې د نورو څيزونو ضرورت نشته، کپړه ډيره ده، روټۍ ډيره ده، که نه وه د ونو پاڼې به خورو خو چې امن وي، انسانيت بچ کول پکار دي"

د وژل شوو تنانو دعا ته د راغلو خلکو نه هم اوريدل کيده چې د پښتنې سيمي خلک نور د بدامنۍ پېښې نه شي زغملی۔

د عمرصديق د رور دعا ته راغلي هارون خان وويل د بد امنۍ پېښې په ټوله پښتونخوا کې زياتې شوي دي، بايد چې دې ته د پايې ټکې کېښودل شي .

"که تاسو عوامي رايې وګورئ نو په ټوله پښتونخوا کې هر يو تن وايي چې دې بدامنۍ ته د پايې ټکې کېښودل پکار دي، اولنی څيز ژوند دی، امن دی"

په خېبر پښتونخوا کې د تېر کال د اګست د مياشتې نه راپديخوا د بدامنۍ ضد او د امن په حق کې احتجاجونه زيات شوي دي اؤ دا احتجاج کوونکي رياست نه د امن پرځايې کولو غوښتنه کوي۔

د پېښور پوليس لاين له چاودنې وروسته دې احتجاجونو يو ځل بيا زور نيولی دی۔

د خيالي په ورځ سر ښار پېښور کې او د اتوار په ورځ په بېلا بېلو سيمو کې د احتجاج اعلانونه شوي دي۔

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف د جمعې په ورځ د ترهګرۍ په ضد د یوالی غږ وکړوه او ویې وېل "د وخت ضرورت دی چې مرکز او صوبې او سياسي، مذهبي مشرتابه را يوځای شي، چې خپل اختلافات شاته کړي او د ترهګرۍ د ناسور مقابله وکړي".

په پېښور کې د جمعې پهه ورځ د اېپکس کمېټۍ غونډې ته په وينا کې شهبازشریف وويل، په 30 جنورۍ چې د پېښور په پوليس لاين کې په جومات کې نمونځ کوونکي وژل شوي وو، دا افسوسناکه پېښه وه ترهګر د چيک پوستې نه تېر شوی او جومات ته رسېدلی، ټول قام غمجن دی او پوښتنه کوي چې د ترهګرۍ د ختمېدو وروسته دا پېښه څنګه وشوه؟

هغه وويل، "افسوسناکه خبره دا ده چې د دغه پېښې په نتيجه کې په ټولنيزو رسنيو او نور لارو نه بې ځايه تورونه او ناجايزه نيوکې پېل شوې هغه يقينا د غندنې وړ دي. د پېښې کېدل او امنیتي نيمګړتياوو پلټنې پکار دي او کيږي به، چې چرته کمزوري شوې ده، خو دا ويل چې دا ډرون حمله وه يا بل بې ځايه تور لګي نو دا نامناسبه خبره ده".

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG