لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعو دپاره د چشمه کنال پروژه 30 کاله وروسته منظوره شوې


د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعو دپاره د اوبه خور پروژې چشمه رايټ بنک کنال منظوري 30 کاله وروسته ورکړی شوې، دغه منظوري د پروژې مرکزي کاري پرمختيايي پارټۍ [سي ډي ډبليو پي] ورکړې ده.

د خېبرپښتونخوا وزيراعلا محمود خان ويلي، د دوی په هڅو د صوبې دغه تاريخي پروژه منظوره شوې ده.

خو نن د شورو/چهارشنبې په ورځ [8 جون] د اوبو مرکزي وزير خورشيد شاه وويل، "په ملک کې نور کنالونه جوړ شوي خو دا د چشمې کنال چې تراوسه پورې نه وو جوړ شوی، سږ کال دا پروژه مونږ په اېکنک کې واچوله، منظوري مو ورکړه، دا به په 2022 او 23 کال کې پېل شي او په درېو کلونو کې به پوره کړی شي".

د خورشيدشاه سره د پيپلز ګوند بل مشر فېصل کريم کنډي وويل، "دا د پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بټو ډالۍ وه د خېبرپښتونخوا دپاره، او د 1991 لوظنامې لاندې چې کوم نهرونه ورکړی شوي په هغې کې يواځې د خېبرپښتونخوا دا کنال نه وو جوړ شوی".

کنډي وويل، "د 31.7 کلوميټره اوږد په دې کنال به 237 اربه روپۍ مصرف کیږي او سږ کال به دا پېل شي، او د دې پروژې سره به په خېبرپښتونخوا کې زرعي انقلاب راشي".

او د خېبرپښتونخوا صوبې د اوبه خور وزیر ارشد ايوب ویلي، دوی هيله لري چې د دې پروژې په راتلونکې مرحله کې به د معاشي اېګزېکټيو کميټۍ [اېکنک] نه د منظورۍ په وخت د وزيراعظم پورې نور مشران د دې منصوبې ولسي اهميت ته پاملرنه وکړي.

ویل شوي د چشمه کنال جوړېدو سره به د صوبې په جنوبي ضلعو کې درې لکه اېکړه ځمکه د اوبو لاندې شي.

د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جګړا وايي، د دې پروژې 35 فيصده لګښت به صوبه او 65 فيصده به مرکزي حکومت ورکوي. هغه وويل د دې به د فوډ سيکيورټۍ مسله حل شي.

تېر کال د سيند صوبې حکومت په ملک کې د اوبو د وېش په مرکزي ادارې (ارسا يا انډس ريور واټر اتهارټۍ) تور لګولی وو چې د دوی د برخې اوبه په غلا پنجاب صوبې ته ورکول کيږي.

خو هغه وخت د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي احمد کنډي ویلي وو، سيند حکومت او بلوچستان شکايت کوي چې پوره اوبه ورته نه مېلاويږي خو زياتی د خېبرپښتونخوا سره کیږي او د 30 کالو نه يې اوبه نورې صوبې کاروي او پېسې يې ورته هم نه دي مېلاو شوي.

هغه ويلي وو، د خېبرپښتونخوا په خپله برخه کې درې ملينه ايکړه اوبه پنجاب او سيند صوبو ته ځي او په 30 کاله کې د 600 اربه روپو اوبه نورو صوبو ته لاړې، او د هغې علت په صوبه کې د کېنال نشتوالی دی د کومو کېنالونو لوظ چې په 1993 کې شوی وو.

د شمېرو ترمخه د خېبرپښتونخوا 33 فيصده اوبه چې بې مصرفه بهيږي د چشمه کنال پروژې سره به 20 فيصده اوبه په صوبه کې د اوبه خور دپاره په کار راوستل شي.

او ارشد ايوب وايي سيند صوبې له په دې پروژې اندېښنه نه ده پکار، ځکه چې دا د خېبرپښتونخوا خپلې اوبه دي.

د خېبرپښتونخوا حکومت وايي د ليسزو راهسې د ځنډ ښکار دا پروژه بايد نوره ونه ځنډول شي ځکه چې د داسې پروژو وروستو والی د وړو صوبو لخوا په اسلام اباد د باور د کمي سبب جوړيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG