د پاکستان د کورنو چارو مرکزي وزير چوهدري نثار علي خان د پاکستاني طالبانو د تحريک لخوا د حکومت سره مذاکرتو دپاره کميټي اعلانېدل مثبت گام بللی دی ، خو نوموړي وئيلي دوئم فريق طالبانو لاځينې خبرې نه دي په ډاگه کړي .
د پاکستاني طالبانو د تحريک لخوا د خالي په ورځ حکومت سره د خبرو اترو دپاره د پينځه ؤ کسانو نومونه اعلان شوي دي ، چې پکې د خيبرپښتونخوا د واکمنه گوند تحريک انصاف مشر عمران خان ، د جمعيت علما اسلام (س) مشر مولانا سميع الحق ، د جماعت اسلامي د خيبر پښتونخوا مشر پروفېسر ابراهيم ، د جمعيت علما اسلام (ف) مفتي کفايت الله او د لال جومات پخوانی خطيب مولانا عبدالعزيز شامل دي .
د اتوار په ورځ د کورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان خپل يو بيان کې د طالبانو په کميټۍ د اطمنان څرگندونه کړې او زياته کړې يې ده ، د طالبانو لخوا کميټي اعلانېدل د دې خبرې نخښه ده چې دواړه فريقونه حکومت او طالبان د مذاکراتو د لارې امن راوستل غواړي .
چوهدري نثار زياته کړې چې د حکومت له اړخه طالبانو سره د خبرو اترو دپاره جوړې کميټۍ ته پوره واک ورکړی شوی دی ، ولې د طالبانو لخوا دا خبره نه ده په ډاگه شوې چې د هغوي کميټي به ترکومه حده فېصله کولی شي او واک احتيار به څه وي .
د پاکستاني طالبانو وياند شاهدالله شاهد د اتوار په ورځ مطبوعاتو ته په جاري کړې خبر پاڼه کې د خپلې پينځه کسيزه کمټۍ په باقاعده توگه اعلان کړی او وئيلي يې دي طالبان په مقصدي مذاکراتو کې سنجيده دي . او زياته کړې يې ده دوي د خپلې کميټۍ د ټولو غړو سره رابطه کړې ده .
راپورونو ترمخه د طالبانو لخوا حکومت سره د خبرو اترو دپاره په اعلان شوؤ نومونو کې د تحريک انصاف مشر عمران خان وئيلي ، طالبان دې د خپل منځ نه کسان وټاکي . اوپاتې نوروکسانو د طالبانو د رابطې پخلی کړی دی .
د حکومت لخوا طالبانو سره د خبرو اترو دپاره څلور کسيزه کميټي ټاکل شوې ده ، او د دغې کميټۍ اعلان وزيراعظم وزيرنوازشريف د قومي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې کړی وو .
حکومتي کميټۍ کې د قومي چارو په اړه دوزيراعظم صلاح کار عرفان صديقي، نوموړى صحافي رحيم الله يوسفزئ، په افغانستان کې دپاکستان پخوانى سفير رستم شاه مهمند اؤ دائي ايس ائي پخوانى چارواکى ميجر(ر) عامر شامل دي .
چوهدري نثار علي خان وئيلي چې حکومتي مذاکراتي به صبا د گل په ورځ وزيراعظم نوازشريف سره وويني او د راتلونکې دپاره به تگ لاره وضع کوي .
د کورونو چارو وزير د هغو علماؤ شکريه ادا کړې چې په سيمه کې يې د امن دپاره اواز اوچت کړی ، اونوموړي د هرې مکتبه فکر په علماؤ غږ کړی چې په دغې نازک کار کې د حکومت لارښودنه وکړي .
چوهدري نثار طالبانوسره د خبرو اترو عمل يو گران کار گرځولی ، او وئيلي يې دي سياسي او مذهبي مشران دې په گډه د دغې عمل په کاميابېدو کې خپل رول ولوبوي .