لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سفارتي لانجه، واشنگټن چین ته استازی لیږلی


سفارتي لانجه، واشنگټن چین ته استازی لیږلی
سفارتي لانجه، واشنگټن چین ته استازی لیږلی

چین سره د سفارتي ستونزې د هوارولو د پاره واشنگټن بیجنگ ته خپل استازی لیږلی دی.

امریکائي استازی کرټ کیمپبیل چې خارجه دفتر کې مرستیال سکیریټري دی، د اتوار په ورځ بیجنگ ته رسیدلی دی. هغه به د چین د اختلاف کارکن چن گوانگ چن د نظر بندۍ نه د ازادیدو په سر راپورته شوې لانجې په حقله د چینائي چارواکو سره خبرې اترې کوي.

گوانگ چن چې په سترگو معزوره دی، په کور د نظر بندۍ نه تښتیدلی دی. امریکې د گوانگ چن په بې درکه کیدو اندیښمنې څرگنده کړې ده خو د هغه د درک په حقله يي د څه وینا نه ډډه کړې ده. خو ویل کیږي چن د امریکې په سفارتخانه کې پناه اخستې ده.

امریکا کې میشته د چین د انساني حقوقو ډلې وئیلې چن د امریکې د پناه د لاندې دی او امریکا او چین د هغه په سر اخبرو اترو کې مصروف دي.

د ترهگرۍ خلاف د صدر براک اوباما سلاحکار جان برینن د اتوار په ورځ په ټیلي ویژن یوه مرکه کې وئیلي ښاغلی اوبامه د چن او د چین سره د تعلقاتو په مفاد کې هر گام پورته کوي. برینن ددې خبرې تصدیق نه دی کړی چې چن د امریکې په سفارتخانه کې پناه اخستې ده.

چن په پیشه وکیل دی او د چین حکومت د ناقونونیو په حقله د دستاویزاتو تیارولو ورستو نیول شوی دی. هغه د اپریل د میاشت په ٢٢ نیټه بې درکه شوی دی خو چینائي چارواکو د هغه د کور نه د بې درکه کیدو تصیدیق د زیارت په ورځ کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG