کرونا وایرس لومړ د چين په ووبې صوبه او د صوبې به مرکزي ښار ووهان کې موندل شوی وو او بیا ترې د دنیا ګوټ ګوټ ته ورسېدو خو شورو، چهارشنبه، په ووهان کې د خوشحالۍ ورځ وه، په زرګونو خلک چې مخونه یې په ماسکونو پټ وو د ښار لارو کوڅو ته راوتلي وو ځکه چې د کرونا وایرس خطر د کمېدو وروسته په ووهان کې لاک ډاون یا په حرکت پابندي د ۷۶ ورځو نه پس لېرې کړی شوه.
په ووهان کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ښار لارې کوڅې د موټرو او خلکو نه ډکې وې. د ښار د شپې به وخت د تفریح په برخه کې خلکو په لږه شمیره کې خلاص شویو دوکانونو کې خوراکونه اخیستل او د بسونو په اډو کې، د رېل په سټېشنو کې او په هوايي اډو د خلکو لوې لوې قطارونه لیدل کېدل چې د ښار نه بهر خپلو کورونو او یا کارونو ته د تګ په تکل کې وو.
"زه د تېرو ۷۰ ورځو نه زیات وخت راهسې بهر نه یم راوتلی،" د ووهان اوسېدونکي ټونګ زنګکون اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ته په جذباتي انداز کې وویل. د ای پي سره د خبرو په وخت ټونګ په خوشحالۍ کې کېدونکي د رڼا ګانو نندارې ته کتل چې یانګټزي دریاب پورې غاړه کېدله. یانګټزي سیند د ووهان ښار په منځ کې بهېږي.
ټونګ ای پي ته وویل دومره وخت کور دننه هغه سم لېونی کړی و.
د ووهان بلې اوسېدونکي وان چون وویل خوشحاله ده چې ښار بیا پرانیستل شو خو دا پوښتنه یې په ذهن کې وه چې خپل کار ته به بیا کله تللی شي.
ټونګ وویل د هغه په بلډنګ کې یو شمیر خلک کرونا وهلي وو، بلډنګ ته تړل شوی وو، چا ته د بهر تګ اجازت نه و او امدادي کارکوونکو به خلکو ته خورا څښاک راوړلو.
په ووهان کې د جنورۍ په ۲۳ نېټه لاک ډاون پرځای کړی شوی و. خو که څه هم ښار بیرته پرانیستل شو خو سکولونه لا بند دي او د خلکو د بهر تګ راتګ په وخت یې د حرارت درجه کتلی شي چې تبه خو یې نشته.
د ووهان منتظمین وايي ښار ته عادي ژوند او اقتصادي هلې ځلې بیرته راوستل غواړي خو نه غواړي چې د کرونا وایرس وبا دویمه څپه خپره شي.
په ووهان کې لاک ډاون د ختمېدو نه یوه ورځ وړاندې جاپان کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې په سرښار توکیو او یو شمیر نورو سیمو کې د بيړني حالاتو اعلان وکړو.
په چین کې کرونا وایرس له امله ۳۳۰۰ کسان مړه شوي او د ۸۲۰۰۰ نه زیات ناروغان شوي وو چې زیاتره پکې په ووهان کې وو.
د چارواکو په وینا په ووهان کې د شورو، چهارشنبي، په ورځ د کرونا وایرس کوم نوی کېس نه و رپورټ شوی.
ووهان یو تجارتي او د موټرو د صنعت مرکز دی. ای پي وايي په ښار کې موجودو لویو کارخانو کار بیا شروع کړی دی خو واړه او د منځنۍ درجې کاروبارونه چې کرونا وایرس تر ټولو زیات ځپلي دي په کار شروع کولو کې مشکلات لري ځکه چې کارکونکي یې لا نشته. حکومت ویلي زیانمن شویو کاروبارونو سره به مالي مرسته کوي.
د کرونا وایرس د سرچینې معلومولو دپاره تحقیقات دوام لري خو د وایرس لومړي مریضان د ووهان په مضافاتو کې د خوراک شیانو یو بازار سره تړل کیږي.