لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند د دفاعي ځواکونو مشر د هېلې کاپټر غورځېدو په پېښه کې مړ شوی دی 


63 کلن راوت مخکې د هندو د پوځ مشر وی او بیا د هېواد د دفاعي ځواکونو د عملې مشر وګمارل شو. د وي او ای رپورټ وايي دغه چوکۍ د وزیراعظم نرندره مودي حکومت جوړه کړې وه چې د پوځ "رهبري موثره" کړی شي.
63 کلن راوت مخکې د هندو د پوځ مشر وی او بیا د هېواد د دفاعي ځواکونو د عملې مشر وګمارل شو. د وي او ای رپورټ وايي دغه چوکۍ د وزیراعظم نرندره مودي حکومت جوړه کړې وه چې د پوځ "رهبري موثره" کړی شي.

د هندوستان د پوځ مشر جنرل بپن راوت د شورو، چهارشنبې، په ورځ د هغه هېلې کاپټر د غورځیډو له امله مړه شوی دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه هندي چارواکو وویل د راوت نه علاوه د هغه مېرمن او 11 نور کسان هم د هېلې کاپټر د غورځیدو په پېښه کې مړه شوي دي.

د روس جوړ MI 175v ډول هېلې کاپټر د هندوستان په ټامل ناډو ریاست کې د غرمې نه مخکې وغورځېدو. د هندي هوايي پوځ یو افسر یوازنی تن دی چې په پېښه کې ژوندې پاتې شوی او هسپتال کې ېې علاج کېږي.

د هندوستان هوايي پوځ د هېلې کاپټر د غورځېدو په پېښه کې د جنرل راوت د مړه کېدو تصدیق وکړو.

په کومه سیمه کې چې پوځي هېلې کاپټر غورځېدلی و، ځايي خلکو وېل چاودنه یې واورېدله او بیا یې ولېدل چې هېلې کاپټر ته اور لګېدلی و.

63 کلن راوت مخکې د هندو د پوځ مشر وی او بیا د هېواد د دفاعي ځواکونو د عملې مشر وګمارل شو. د وي او ای رپورټ وايي دغه چوکۍ د وزیراعظم نرندره مودي حکومت جوړه کړې وه چې د پوځ "رهبري موثره" کړی شي.

نرندره مودي په ټوېټرې خپل پېغام کې جنرل راوت "بې مثاله عسکر" وبللو او ویې وېل په جنرل راوت په سټرېټیجیک معاملو بې سارې نظر درلود.

د وي او ای د رپورټ ترمخه جنرل راوت د هندوستان د سمندري، ځمکني او هوايي پوځونو په یو ځای کولو او د پوځ په اصلاحاتو کې مصروف و. تېره میاشت جنرل راوت ویلي وو چې د هندوستان امنیت دپاره چین تر ټولو لوی خطر دی.

سږ کال د اکتوبر په میاشت کې جنرل راوت د امریکې سفر کړی وو او پېنتګان سره د همکارۍ په زیاتولو یې د امریکايي چارواکو سره خبرې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG