په چین کې د افغانستان سفیر جانان موسا زی ویلي چین به افغان ځواکونو ته په هېواد کې تربیه کوي او دا چې د دواړو هېوداونو ترمنځ پوځي همکاري د القاعده او داعش خلاف د کوښښونو برخه ده.
د رویټرز خبري ادارې سره مرکه کې افغان جانان موسازی وویل افغانستان د چین نه د افغان امنیتي ځواکونو دپاره د جنگي هېلې کاپټرو غوښتنه هم کړې ده.
چین تیره میاشت دا رپورټونه رد کړي وو چې د افغان ځواکونو د تربېي دپاره به چینايي عسکر په واخان کې پرځای کوي.
د رویټرز خبري ادارې سره مرکه کې جانان موسا زی وویل د افغان ځواکونو تربیه به په چین کې کولی شي.
ښاغلي موسا زی وویل د چین پوځ به افغانستان ته په طبي مرسته کې استعمالېدونکي دوه هوايي جهازونه ورکوي چې د عملې تربیه یې دا وخت په چین کې دوام لري.
افغان سفیر دا هم وویل چې د چین نه یې د جنگي موټرو، جنگی هېلې کاپټرو او د هوايي ځواکونو دپاره د نورو الاتو غوښتنه کړې ده. هغه وویل د هېلې کاپټرو د غوښتنې په اړه د چین عکس العمل مثبت و.
رویټرز وايي د چین د دفاع وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.
افغانستان سره د چین پوځي مرستې په جنگ ځپلې هېواد کې د چین په کردار کې د تبدیلۍ څرگندونه کوي چې د دې نه وړاندې به د کابل سره په غیرپوځي مد کې مرستې کولې او د افغانستان سره یې تجاري همکارۍ ژمنه کړې ده. خو رویټرز وايي د چین دغه منصوبې په افغانستان کې د کړکیچنو امنیتي حالاتو د مشکلاتو سره مخامخ کړې دي.
جانان موی زی وویل د کال ٢٠١٦ راهسې د افغانستان او چین ترمنځ د عسکري مکالمې د پېل کیدو راهسې چین افغانستان سره نیغ په نیغه پوځي مرستې زیاتې کړې دي.
چین د افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستو تصدیق کړی دی خو په دې اړه یې ډیر جزیات نه دي وړاندې کړي. چین د افغانستان سره پوځي مرستې په داسې حال کې کوي چې په ورستي کلونو کې طالبانو د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې خپل فعالیتونه زیات کړې دي.
په موجوده وخت کې د نېټو مشیران د افغانستان د هوايي ځواکونو تربیه کوي خو صلاحیتونه نه تر دې حدې نه دي سېوا شوي چې د ملک دفاع ضرورتونه پوره کړي امریکا پلان لري چې د افغانستان د روس جوړې پخوانۍ ایم ايي ١٧ هېلې کاپټرې په امریکايي جوړو یو ایچ ٦٠ بلېک هاک هېلې کاپټرو بدلې کړي.
تیر کال چین د افریقې په جبوتي ملک خپل وړمبی پوځي مرکز جوړ کړو. د دې نه وړاندې به چین د هېواد نه بهر د پوځي مرکزونو جوړولو خبره ردوله خو امریکا گڼي چې چین نورې داسې پوځې اډې هم جوړولی شي چې یو ممکنه ځای پکې پاکستان هم دی. موسی زی وویل په افغانستان کې به د چین هیڅ قسمه عسکر نه پرځای کیږي.
د جانان موسی زی ترمخه د افغانستان په بدخشان ولایت کې د چین په مرسته د امنیتي ځواکونو د غرنۍ دستې پس منظر دا کیدلی شي چې چین د القاعده او داعش د هغه وسله والو مخه نیول غواړي چې د منځني ختیځ نه ستنیږي او په چین او په مرکزي ایشیا کې حملې ترسره کول غواړي.
افغان سفیر وویل په دغه وسله والو کې د ایسټ ترکستان اسلامک مومنټ غړي هم دې چې بیجنگ پرې د هېواد د مسلمانانو د اکثریت مغربي صوبې سنکیانگ کې د تشدد الزام لگوي. د چین سنکیانگ صوبه د افغانستان سره هم سرحد لري.
بیجنگ ویره لري چې په افغانستان کې اسلامی تندلاریتوب د چین خاورې ته خوریدلی شي.
په افغانستان کې میشته امریکايي ځواکونو د فېبرورۍ په میاشت کې د چین مخالف وسلوالوې په یو ډلې د حملې خبره کړې وه.