لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین او ایران په افغان طالبانو غږ کړی چې په ښځو قدغنونه دې لرې کړي


دواړو ملکونو د خپل شریک ګانډي ملک په حکمرانانو دغه غږ چین ته د ایران صدر ابراهيم رییسي سفر د ختمېدو په موقع په مشترکه بیان کې وکړو. په دې فایل تصویر کې رييسي او شي لیدل کېږي
دواړو ملکونو د خپل شریک ګانډي ملک په حکمرانانو دغه غږ چین ته د ایران صدر ابراهيم رییسي سفر د ختمېدو په موقع په مشترکه بیان کې وکړو. په دې فایل تصویر کې رييسي او شي لیدل کېږي

چین او ایران د افغانستان په واکمنو طالبانو غږ کړی چې د ښځو په تعلیم او کار روزګار بندیزونه دې حتم کړي.

دواړو ملکونو د خپل شریک ګانډي ملک په حکمرانانو دغه غږ چین ته د ایران صدر ابراهيم رییسي سفر د ختمېدو په موقع په مشترکه بیان کې وکړو.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې په خپل رپورټ کې وویل چین ته د رييسي د سفر په مهال دواړو ملکونو سیاسي او اقتصادي تعلقات د زیاتولو او د مغربي ملکونو د انساني حقونو او جمهوریت د معیارونو د ردولو ژمنه وکړه.

په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان بیا واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو د ښځو په تعلیم او کاروزګار پابندۍ لګولي دي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو په موقتي حکومت کې د ښځو په عدم نمایندګۍ تشویش څرګند کړی دی. طالبان وايي د اسلام او افغان ثقافت سره سم به ښځو دپاره د کار او تعلیم حالات برابروي او د خپلو تګلارو دفاع کوي.

چین او ایران دواړه د افغانستان سره سرحدونه لري.

ای پي وايي دواړو ملکونو په خپل مشترکه بیان کې وویل دواړو طرفینو... په افغان حکمرانانو غږ وکړو چې ټول شموله حکومت دې جوړ کړي چې ټول قومونه او ټولې سیاسي ډلې پکې په حقیقي ډول برخه لري او د ښځو، د نسلي اقلیتونو او د نورو مذهبونو خلاف دې امتیازي اقدامات منسوخ کړي.

بیان زیاته کړه چې امریکا او نېټو اتحادیان يې په افغانستان کې د موجوده صورتحال ذمه واري وي.

ای پي وايي امریکې د افغانستان د مخکني منتخب حکوم ملاتړ کولو د زیاتېدونکو اخراجاتو او په امریکا کې افغان حکومت د ملاتړ په مخالفت کې اضافه کېدله نو امریکي د افغانستان نه انخلا وکړه.

ای پي وايي په امریکا کې ځکه هم د افغان تګلارې په مخالفت کې اضافه کېدله چې د افغانستان امریکې پلوه حکومت د طالبانو مخه نشوه نیولی.

ای پي وايي په طالبانو د ایران غږ د پام وړ دی ځکه چې د ایران حکومت په تېرو څو میاشتو کې د اخلاقي پولیس په ولکه کې د یوې ښځې د مرګ په سر د سختو احتجاجونو سره مخامخ شوی دی. مهسا امیني پولیس د لباس د مبینه خلاف ورزۍ په الزام نيولي وه.

د رپورټ ترمخه د ایران د ملایانو حکومت څلورو کسانو ته د احتجاجو په سر د مرګ سزاګانې ورکړي دي. نړیوالې ټولنې د تړلو شویو دروازو په شا او په چټکتیا د ورکړی شویو سزاګانو غندنه کړې ده.

د ایران او چین په مشترکه بیان کې، ای پي وايي، زیاتره دا خبره شوي چې دواړه ملکونه به سیاسي او اقتصادي تعلقات زیاتوي، په منځني ختیځ کې يې د منصفانه امن غوښته کړې او د دې باجود چې په ایران داېټمي وسلو د تکل الزامات لګول کېږي دواړو ملکونو وغوښتل چې د منځني ختیځ سیمه دې د اېټمي وسلو نه د پاکه کړی شي

چین صدرشي جنپېنګ سره ملاقات کې رييسي په هاکانګ کې د جمهوریت پلوه مظاهره چیانو په ضد د چین د اقداماتو او په تایوان د چې د ملکیت حمایت وکړو.

ای پي وايي د روس ترڅنګ ایران او چین ځانونه د امریکې ضد قوتونه بولي او په خفیه، او ایران، په څرګنده، په اوکراین د یرغل ملاتړ کړی او روس سره يې مادي مرسته کړې ده.

د چین د سرکاري ټېلې وژن په وېب پاڼه شایع شوي بیان کې شي وویل د قامي خپلواکۍ په دفاع کولو کې چین د ایران حمایت کوي او د یو اړخیزیت یا یونېلېټرل ازم او د نورو د ویرولو یا د بولېينګ مخالفت کوي.

د چین حکومت وویل شي او رييسي د دواړو ملکونو ترمنځ د ۲۰ معاهدو د دستخط کېدو په دستورو کې برخه واخیستله چې پکې د تجارت او سیاحت په مدونو کې معاهدې هم شاملې وې. په ۲۰۲۱ کې دواړو ملکونو د ۲۵ کلونو یوه تګلاره لاس لیک کړي چې ترمخه به يې دواړه ملکونو د نورو برخو ترڅنګ د تیلو صنعت ته ترقي ورکولو کې همکاري کوي.

چین د ایران د تېلو په لویو خریدارانو او سرمایه کارانو کې شامل دی.

د امریکې او مغربي ملکونو د پابندیو په نتیجه کې ایران د کلونو راهسې د اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی. په کال ۲۰۱۸ کې امریکې د بېنکونو نړیوال نظام سره د ایران رابطه منقطع کړه.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG