لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د چين د راهدارۍ منصوبه د بهوټان د لانجمنې پولې پورې وغځېده


د اسرايل د استخباراتو ليبارټرۍ يو نړيوال جغرافيايي تحقيق کونکی دامين سايمن وي او ای ته ويلي “دا ابادکارۍ چرته په کال 2020 کې جوړېدل پيل شوې وې خو په 2021 کې پرې کار ګړندی کړل شو. ټولې جونګړه نما ودانۍ په يو ترتيب کې ښکاري
د اسرايل د استخباراتو ليبارټرۍ يو نړيوال جغرافيايي تحقيق کونکی دامين سايمن وي او ای ته ويلي “دا ابادکارۍ چرته په کال 2020 کې جوړېدل پيل شوې وې خو په 2021 کې پرې کار ګړندی کړل شو. ټولې جونګړه نما ودانۍ په يو ترتيب کې ښکاري

د سيټېلايټ عکسونو له مخه چين په هېمالايه سيمه کې د خپلو پولو په ځای کولو په ترڅ کې د کلو او بانډو جوړولو منصوبه د هند او چين ترمنځ راګېر وړوکي هېواد بهوټان سره لګېدلي لانجمنې سیمې ته وغځولې ده.

د هند او چين د پولې په رنګ د چين نزدې 477 کيلوميټره پوله د بهوټان سره هم ده او د څېړونکو په وينا دا نوې ابادکارۍ به يو خوا د چين د ځمکې دعوې په ځای کړي او بل خوا به پرې په سيمه کې په هند سټريټيجېک لاس بري تر لاسه کړي.

د اسرايل د استخباراتو ليبارټرۍ يو نړيوال جغرافيايي تحقيق کونکی دامين سايمن وي او ای ته ويلي “دا ابادکارۍ چرته په کال 2020 کې جوړېدل پيل شوې وې خو په 2021 کې پرې کار ګړندی کړل شو. ټولې جونګړه نما ودانۍ په يو ترتيب کې ښکاري.”

سايمن وايي “دا سيمه چې دا وخت پکې چين ابادکاري کوي ګرانه او غرېزه ده چې لا خو متنازعه ده او لا د بهوټان ځمکه ده خو لرې پرته ده او لاس رسی ورته نه لري.”

دا ابادکارۍ د ډوکلام د اوچتې سيمې نه په دېرش کيلوميټرۍ کې کيږي چېرته چې په کال 2017 کې د چين او هند ترمنځ پوځي تاو تريخوالی په دې راپورته شوی و چې هند د چين لخوا د جوړېدونکي سړک مخه نېولې وه او وروستو چين دې ته تيار شوی و چې خبره دې هم زړه په زړه پاتې وي.

څېړوونکي وايي د چين دا اقدام په دې غرض دی چې مزکه قبضه کړي او دا يو داسې مهم ځای دی چې د چيڼ، هند او بهوټان په منځ کې پروت دی او د هند د “چرګ مرۍ”نوم پټۍ سره تلی د چرته نه چې هند خپلو شمال ختيځو سيمو ته لار لري.

که هر څو هم د هند او چين ترمنځ په هېمالايه سيمه کې د پولې تنازعه د تېر شلو مياشتو راهسې روانه ده خو نيو دهلي پرې څه بيان نه دی ورکړی او د 800,000 خلکو ابادۍ ملک بهوټان هم د نوې تنازعې په اړه هيڅ نه ويلي البته د بهوټان وزارت خارجه د يوې پوښتنې په ځواب کې رايټرز ته ويلي چې دا د هېواد پاليسي نه ده چې د پولو د تنازعې مسلې په ميدان حل کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG