لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د چين او هند د پولې شخړه هواره شوه خو په هند کې پې ځينې خلک خفه دي


د اوپن سورس اېنېلېجنس څېړونکي ډيمين سايمن په خپل ټوېټر پاڼه د چيني ځواکونو د هغه ځای نه د پشا کېدو تصويرونه ورکړي چرته چې دې پوځيانو خپل مرکز جوړ کړی و خو په سيمه کې د ځواکونو موجودګي لا شته دی

د دوو کلونو راهسې د چين او هند تر منځ د سرحد په سر تاوتریخوالی خو دواړو هېوادونو ختم کړی خو ځينې هندوستانيان خفه او غصه دي.

ځينې څېړونکي وايي هند په روغه جوړه کې چين ته ډېر څه پرېښودل، شپونکيان وايي ورشګانې وبايللې او ځينې ویره څرګندوي چې د پولې په سر جګړه هر وخت بيا هم تودېدی شي.

د سېپټمبر په میاشت کې د یوې لوځنامې په رڼا کې دواړو هېوادونو د لداخ د ګوګرا هاټ سپرنګز په سیمه کې خپل ځواکونه په شا کړي دي، چې د دواړو ملکونو ترمنځ د جګړي توده برخه وه.

د اوپن سورس اېنېلېجنس څېړونکي ډيمين سايمن په خپل ټوېټر پاڼه د چيني ځواکونو د هغه ځای نه د پشا کېدو تصويرونه ورکړي چرته چې دې پوځيانو خپل مرکز جوړ کړی و خو په سيمه کې د ځواکونو موجودګي لا شته دی.

د هند د پوځي چارو کارپوهه پراوېن ساحنې په يوه مرکه کې ويلي د چين پيپلز لېبريشن ارمي د نيولي شوي ځای نه يو اينچ هم نه خوزي او چې په تېرو دوو کلونو کې په کوم ځای وو هم هغه ځای پراته دي.

هغه وايي “ډزبندي شوې ده او بريد ايښودل شوی دی خو دا بريد شپږ کيلوميټره د هند په خاوره کې دننه ايښودل شوی”.

ساحنې دا هم وويل چې هند د هماليه په کومو سيمو کې په مزکه خپله دعوه لري چيني ځواکونه هغلته هم هغه شان پراته دي چې پکې د ډېپسنګ هوارې ساحې هم راځي او په څنګ کې يې حساسه پوځي سيمه سياچين ګليشير دی چرته چې هندي، چيني او پاکستاني ځواکونه پراته دي.

ياد څېړونکی وايي “ډېپسنګ پلينز د يو محاذ په توګه د چين او پاکستان لخوا د تپل کېدونکي جنګ د پاره مهم دی”

د انډين نيشنل کانګرس ګوند غړي او د پخواني اپوزيشن مشر راهول ګاندي هم په يو ټويټ کې د ورکړې راکړې په اړه ګيله کړې ده.

هغه ليکلي “چين دې منلو ته نه دی تيار چې د کال 2020 حالت ته بيرته لاړ شي خو وزير اعظم نرېندرا مودي د جنګ نه بغير 1000 سکواير کېلوميټره مزکه چين ته پرېښودله. حکومت دا ويلی شي چې دا مزکه به څنګه بيرته اخلو”.

په لداخ کې يو ځايي څېړونکی سجاد کارګېلي وي او ای ته ويلي چې د تاو تريخوالي د کمېدو ځايي خلک هرکلی کوي خو شپونکيان غصه دي چې خپلې زړې ورشوګانې يې وبايللې ځکه هغه سيمې اوس بفر زون ګرځېدلي دي.

د سيمې يو نماينده کونچوک ستانزېن وايي “مونږ وينو چې خپلو تاريخي ورشوګانو ته لاس رسی اوس نه لرو. کوچيان به اوس پينځلس کېلوميټره مزل وهي چې خپل مال ګيا ته ورسوي. حکومت له په شرقي لداخ کې کوچيانو ته معاوضه ورکول پکار دي چې هغوی خيل دود دستور په ځای اوساتي او ژوند وکړي”.

څېړونکي وايي د ورشوګانو بايلل به په دې معنا وي چې د پشمينه وړۍ کاروبار ته به خطر پېښ شي کوم چې د تېرو 600 کالو راهسې د درې سوه زره نه د زياتو خلکو د روزګار ذريعه ده.

یادونه: د دې خبر معلومات د سري نګر نه د وي او ای خبریال بلال حسین د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

د پېښور پوليس لاين په جومات ترهګره بريد او د پښتنو پاڅونونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:37 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه


د امریکا صدر جوبایډن د سټېټ اف دي یونین وینا
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG