لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چین تور لگوي چې امریکا گني د کرونا وایرس په حواله نړۍ کې وېره خپروي


د چین د خارجه وزارت ویانده

چین نن د گل/دوشنبې په ورځ په امریکا تور پورې کړ، ددې پر ځای چې له چین سره د پام وړ مرسته وکړي، د سفري پابندیو په لگولو او له چین څخه د خپلو وگړو په ایستلو سره، د کرونا وایرس په حواله خلکو کې یې گني وېره خپره کړې ده.

د چین د خارجه وزارت ویاندې، هووا چون یانگ خبریالانو ته وویل چې که څه هم د صحت نړېوالې ادارې یا ډبلیو اېچ او د سفري او تجارتي پابندیو خلاف خبرداری ورکړی، مگر واشنگټن "بغیر له وقفې، په خلکو کې ویره پیدا کړې او خوره کړې یې ده".

مېرمن چون یانگ زیاته کړه چې د نړۍ ملکونه باید په سکون، په منطق، او په علمي پایو ولاړ قضاوت وکړي.

د چین او امریکا ترمنځ تعلقات د تجارت پر سر خرابې شوې وې خو تازه په دې وروستیو کې بېرته ورغېدلې، مگر د کروناوایرس په خپرېدو سره تعلقاتو بېرته تغییر کړی دی.

په چین کې د کرونا وایرس د خپرېدو نه پس، د هغه ملک د ونډو بازار یا سټاک مارکېټ راولوېد. د کرونا وایرس ناروغۍ له امله تر اوسه په چین کې له ٣٦٠ زیات کسان مړه شوي دي.

د ویټنام پر سرحد، له چین نه راتلونکي مسافر په کلکه څارل کیږي
د ویټنام پر سرحد، له چین نه راتلونکي مسافر په کلکه څارل کیږي

د صحت نړېوالې ادارې تېره هفته په ټوله نړۍ کې د صحت له اړخه بېړنی حالت اعلان کړ او ویې ویل چې تر اوسه ٢٣ ملکونو او سیمو ته کرونا وایرس خپور شوی دی. پرون د اتوار یا یکشنبې په ورځ خبر ورکړل شو چې د لومړي ځل دپاره له چین نه بهر د کروناوایرس له امله ړومبنی کس په فلیپین کې مړ شو. هغه څلورڅلوېښت کلن و او مخکې تر دې یې د چین ووهان ښار ته سفر کړی و.

یاده دې وي چې په ټوله نړۍ کې ایرلاینونو چین ته خپل پروازونه ځنډولي دي، خو پاکستان چې د چین یو نږدې اتحادي دی، د گل یا دوشنبې په ورځ یې، پس له درې ورځې ځنډ، د پاکستان او چین ترمنځ الوتنې بېرته بحالې کړې.

په چین کې ووهان او یو شمیر نور ښارونه په بشپړ ډول قرنطین یا کلابند شوي دي، او چین په نړېواله کچه ډېر منزوي شوي دی.

د صحت نړېوال سازمان مشر تېډراس ادهانوم گېبرېېسوس په جینیوا کې د خبرو پر مهال یو ځل بیا ټینگار وکړ چې د سفر پابندیو ته حاجت نشته. هغه وویل: "پر ټولو ملکونو غږ کوو چې داسې فېصلې دې عملي کړي کوم چې پر شواهدو ولاړې وي او غلطي په کې نه وي."

د چین صدر شي جین پېنگ ویلي، د کرونا وایرس کنټرول کول د چین تر ټولو مهم کار دی، ځکه نېغ په نېغه د خلکو په ژوند او صحت، او د ملک په معاشۍ یا اقتصاد پورې اړه لري.

د چین په سټاک مارکېټ یا د ونډو په بازار کې بیعې راټیټې شوي او د چین د کرېنسۍ (یوان) ارزښت هم دومره راکښته شوی چې د تېر اگست میاشتې راهیسي نه و شوی.

د چین حکومت د کروناوایرس له بیمارۍ سره د مقابلې دپاره تیز گامونه اخیستي او یوازې په اتو ورځو کې یې په ووهان کې د ١٠٠٠ کټونو یو ځانگړی هسپتال جوړ کړ. یو بل هسپتال هم په جوړېدو دی چې ١٦٠٠ کټه به ولري او دوه ورځې پس، د چهارشنبې یا شورو په ورځ به یې د جوړېدو کار ختم شي.

XS
SM
MD
LG