لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین پاکستان ته دخپلو 2 اربه اؤ 10 کروړه ډالرو دقرضې ستنولو موده تر دوؤ کالو وغځوله


تر دې وړاندې هم په 18م جولایي دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي وؤ چې چین پاکستان ته 60 کروړه ډالرو قرضه رول اوور(سردوباره ورکړې) کړې ده
تر دې وړاندې هم په 18م جولایي دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي وؤ چې چین پاکستان ته 60 کروړه ډالرو قرضه رول اوور(سردوباره ورکړې) کړې ده

پاکستاني رسنۍ وایي چین پاکستان ته دخپلو 2 اربه اؤ 10 کروړه ډالرو دقرضې ستنولو موده تر دوؤ کالو غځولې ده.

دچهارشنبې په ورځ بیلابیلو پاکستاني رسنیو د خزانې وزارت د سرچینو له قوله ویلي دچین ایګزم بینک پاکستان لپاره دقرضې موده کې دپراختیا ته دپاکستان حکومت په رسمي ډول د یو لیک دلارې خبر کړی دی.

دخزانې وزات سرچینو ویلي دقرضې دستنولو کومه دوه کلنه موده چې چین سیوا کړې ده په هغې به دپاکستان نه هیڅ رقم اضافي سود نه اخلي.

سرچینو ویلي چې دچین اؤ پاکستان تر منځ دقرض ستنولو د ټولو تړونونو موده اوس د21م جولایي کال 2023م نه 30جون کال 2025م ته غځول شوې ده.

تر دې وړاندې هم په 18م جولایي دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي وؤ چې چین پاکستان ته 60 کروړه ډالرو قرضه رول اوور(سردوباره ورکړې) کړې ده.

اسلام اباد کې یوې دستورې ته خپله وینا کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي وؤ د ملګرو هیوادونو په کومک دپاکستان معاشي اشاریې په غوره کیدو دي اؤ چین چې پاکستان ته کومه د600میلینو ډالرو قرضه رول اوور کړې ده دهغې له امله دپاکستان دبهرنیو اسعارو ذخیرو کې د600 میلینه ډالرو اضافه شوې ده.

څېړونکي وایي د تېرو اوو،اتوؤ کالو په موده کې پاکستان دچین دکمرشل بینکونو نه درنې قرضې اخستي دي اؤ دا مهال دپاکستان داقتصادي بحران یو ستر لامل ددغو بهرنیو قرضو بیرته ستنول دي .

پروسکال د ستمبر په میاشت کې دنړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم اېف لخوا دخپور شوي رپورټ له مخې په پاکستان چې په مجموعي ډول کومې 100اربه ډالر بهرنۍ قرضې ورپورې دي هغې کې دچین اؤ چینایي بینکونو پورونه 30 فیصدي دي.

پاکستان ته دچین لخوا ددې قرضو زیاته برخه دپاکستان اؤ چین داقتصادي راهدارۍ یا سي پیک دپروسې لاندې ورکړل شوې د.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG