لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين د بېلټ او روډ نومې منصوبې د پاره اړوند هېوادونو ته په قرض ورکولو 240 بيلين ډالر خرڅ کړي



د قرض نزدې 80 فیصد برخه د کال 2016 او کال 2021 تر منځ ورکړل شوې او د نړيوال بينک، هارورډ کېنيډي سکول، ايډ ډيټا کيل انسټيټيوټ فار دې ورلډ اکانومي تحقيق کونکي وايي ځينې پکې داسې کم امدنه هېوادونه هم دي لکه ارجنټاين، منګوليا او پاکستان
د قرض نزدې 80 فیصد برخه د کال 2016 او کال 2021 تر منځ ورکړل شوې او د نړيوال بينک، هارورډ کېنيډي سکول، ايډ ډيټا کيل انسټيټيوټ فار دې ورلډ اکانومي تحقيق کونکي وايي ځينې پکې داسې کم امدنه هېوادونه هم دي لکه ارجنټاين، منګوليا او پاکستان

چين د کال 2008 نه تر کال 2021 پورې هغه 22 ترقي پذير ملکونو ته د 240 بيلين ډالرو قرضې ورکړي چې د بېلټ اينډ روډ برخه ده خو تازه سروی ښايي ډېر پکې اوس دا هلې ځلې کوي چې څنګه دغه پورونه بيرته ورکړي.

د قرض نزدې 80 فیصد برخه د کال 2016 او کال 2021 تر منځ ورکړل شوې او د نړيوال بينک، هارورډ کېنيډي سکول، ايډ ډيټا کيل انسټيټيوټ فار دې ورلډ اکانومي تحقيق کونکي وايي ځينې پکې داسې کم امدنه هېوادونه هم دي لکه ارجنټاين، منګوليا او پاکستان.

خو په ياده موده کې د قرضو ورکولو رفتار کم شوی هم دی ځکه په کومو لويو ودانو او منصوبو کې چې سرمايه کاري شوې هغه خو لا ناکامه شوي او لا يې د ګټې هغه نتيجې نه دي ورکړي چې ترې تمه وه.

د نړيوال بينک پخوانی مشر اقتصاد پوه او د رپوټ په تيارولو کې برخه لرونکی کارمن رينهارټ وايي “بيجينګ تر حده کوښښ کوي چې خپل بينکونه بچ کړي او ځکه هم دا خطر اخلي چې په نړيواله کچه پور ورکوي”.

تحقيقي رپوټ وايي چين بهر هېوادونو ته ورکړې قرضې وړاندې د 5% بيرته ورکولو د خطر سره مخ وې خو د کال 2010 نه تر کال 2022 پورې دا کچه 60 فیصد ته رسېدلې ده.

چين ارجنټينا ته د ټولو ډېره قرضه ورکړې چې 111.8 بيلين ډالر ده او په دويم ځای پسې پاکستان دی چې 48.5 بيلين ډالر قرضه يې اخستلې. مصر ته يې 15.6 بيلين ډالر قرض ورکړي او نهه نور داسې ملکونه دي چې د يو يو بيلين نه يې کمه قرضه اخستلې ده.

د چين سرکاري بينک دې پيپلز بينک اف چاينه د سري لنکا د سورينامی او د مصر د بنک سره ورکړه راکړه تر 170 بيلين ډالر ښودلې.

خو دغه تحقيقي رپوټ په چين نيوکې کوي چې ځينې مرکزي بينکونه د خپلو زرمبادله د پانګو د زياتو ښودلو د پاره مصنوعي اعداد و شمار ښايي.

د چين حکومت دې ته په خپل غبرګون کې ويلي بهرنۍ سرمايه کاري يې رڼه او نورو ته د رسېدو د اصولو په چوکاټ کې ده.

د چين د خارجه چارو د وزارت وياند ماو نينګ ويلي “چين د نړيوال مارکيټ او نړيوالو قوانينو سره سم چلن کوي او د کاروبار کونکو هېوادونو د خوښې احترام کوي او کله يې هم څوک نه دي مجبور کړي چې قرض واخلي.

هغه وويل نه يې چرې په چا زور اچولی چې قرض بيرته ورکړي او نه يې د دې قرض ورکولو سره کوم سياسي شرايط تړلي.

یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG