لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د ګاونډیانو ترڅنګ چین د افغانستان په اړه د امریکې او د روس د خبرو کوربتوب کوي


د چین خارجه وزیر وانګ یي تېره هفته کابل ته تللی و او د طالبانو خارجه وزیر مولوي امیر خان متقي او د نورو طالب چارواکو سره یې ولیدل
د چین خارجه وزیر وانګ یي تېره هفته کابل ته تللی و او د طالبانو خارجه وزیر مولوي امیر خان متقي او د نورو طالب چارواکو سره یې ولیدل

د افغانستان د ګاونډیو ملکونو د خارجه وزیرانو ترڅنګ د روس خارجه وزیر سرګی لاو روف او د افغانستان دپاره د امریکې خصوصي استازی ټامس وېسټ د افغانستان په اړه د خبرو دپاره د چین انهوي ښار ته رسېدلي دي.

د چین حکومتي تلویزیون ترمخه د هېواد خارچه وزیر وانګ يي او ښاغلي لاو روف د شورو، چهارشنبې، په ورځ ملاقات وکړو خو د خبرو څه تفصیل نه دی ورکړي شوی.

د امریکې د خارجه وزارت ترمخه په انهوي ښار کې به افغانستان دپاره د امریکې استازی ټامس وېسټ د اېکسټېنډېډ ټرویکا نومې مجلس د غړو ملکونو په بېلا غونډه کې شرکت کوي چې پکې د امریکې ترڅنګ، روس، چین او پاکستان شامل دي.

د چین خارجه وزیر وانګ يي د روس، پاکستان او افغانستان خارجه وزیرانو سره د شورو، چهارشنبې، په ورځ ولېدل.

دا خبرې د افغانستان د ګاونډې ملکونو د خارجه وزیرانو د هغې دوه ورځنۍ غونډې په ترڅنګ کې وشوې چې چین یې کوربتوب کوي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د افغانستان د ګاونډیانو د خارجه وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د روس، پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان خارجه وزیران او یا نمایندګان شرکت کوي.

د طالبانو خارجه وزیر مولوي امیر خان متقي هم په دغه غوڼده کې ګډون کوي.

د ای پي ترمخه د چین په سرکاري تلویزیون سي سي ټي وي لیدل کېدل چې د چین خارجه وزیر وانګ يي د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي او د طالبانو خارجه وزیر مولوي امیر خان متقي سره درې اړخیزه ملاقات کوي.

د چین خارجه وزارت ویلي چین د افغانستان په اړه د افغانستان د ګاونډیو ملکونو ترمنځ اتفاق برابرولو دپاره کوښښونه کوي.

د چېن د خارجه وزارت ویاند وېنګ وېنبن ویلی دي چې د ان هواېئ صوبې په تنګشي ضلع کې د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د خارجه وزيرانو د غونډې سره سره به د چېن، روس،‌ امریکې او پاکستان ځانګړي استاذو غونډه هم ترسره کیږي.

وېنګ وېنبن وویل امید کوي چې د طالبانو د خارجه وزیر سره د افغانستان د ګاونډي هېوادونو خبرې به د افغان ولس په غوښتنو او ستونزو زیات معلومات ورکړي او د افغانستان ګاونډي هېوادونه به هم د افغانستان په شخړه خپلې اندېښنې ور وښاېي.

هغه زیاته کړه په افغانستان کې د یو ازاد او د زغم سیاسي کارچوکاټ مخ په وړاندې د بوتللو، په کور دننه او د خارجي ملکونو سره د میانه پاليسو خپلولو او په اخلاص سره د ترهګرۍ د مخنیوي په هلو ځلو کې مدد وکړي.

په چین کې په افغانستان د خبرو په اړه د طالبانو د حکومت ناېب وېاند بلال کريمي ویلي "مونږ طمعې لرو چې په غونډه کې کېونکی ژمنې به د عملي ګامونو په شکل کې رامخې ته شي. "

په دوحه کې د امریکې سره د تړون وروسته نړيوال ځواکونه د افغانستان نه ووتل او د تېر اګست په مياشت کې طالبان افغانستان واکمن شول. خو نړیوالې ټولنې د طالبانو واک تر اوسه په رسمي ډول نه دی منلی.

ملګرو ملتونو په ورستیو کې پرله پسې ویلی چې د طالبانو د واک لاندې د پخواني حکومتي غړو د وژنې او زورونې رپورټونه یې ترلاسه کړي دی. افغانستان کې د ښځو د حقونو د پاره د کارکونکو د زورونې او نېولو رپورټونه هم رامخې ته شوی دي. طالبان دغه تورونه ردوي.

یادونه: د دې خبر زیاتره معلومات د خبري ادارو رویټرز او ای پي نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG