لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندوستان او چین خارجه وزیران په ماسکو کې ملاقات کوونکي دي

د چین او هندوستان ترمنځ د همالیه په سرحد تاوتریخوالی د می د میاشت راهسې موجود دی او په جون کې هندوستان وویل ۲۰ عسکر یې د چینايي ځواکونو سره لاس په لاس جنګ کې وژل شوي دي. چین نه دي ویلي چې ایا په نښته کې تلفات شوي دي او که نا؟

په داسې حال کې چې د همالیه په غرنۍ سیمه کې د سرحد په سر د هندوستان او چین ترمنځ‌ د تېرو څو میاشتو راهسې تاوتریخوالی دوام لري، توقع ده چې د دواړو ملکونو خارجه وزیران به د زیارت، پنجشنبې، په ورخ په ماسکو کې ملاقات وکړي.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايی په ماسکو کې د امنیت او اقتصادي چارو په موضوع د یوې سیمه ییزې غونډې په څنډه به د هندي او د چینايي خارجه وزیرانو په ملاقات کې په متوقع توګه به د دواړو ملکونو په سرحدي شخړه هم خبرې وشي.

دا هفته دواړو ملکونو په یو بل د پولې سره نژدې د ډزو الزامات ولګول.

د هندوستان پوخ په یو بیان کې د ډزو تردید وکړو او په چینايي پوځ یې "د راپاروونکو هلو ځلو" الزام ولګوولو خو د چین خارجه وزارت د هندوستان اقدام "سنجیده پوځي راپارونه" وبلله.

دواړو ملکونو په سیمه کې د وسلې په استعمال پابندي لګولي ده چې دا ډول یې د عسکرو ترمنځ د مسلح جګړې مخه ونیول شي. په سیمه کې په څه ځایونو کې د دواړو ملکونو عسکر د یو بل نه یوازې د څو مېټرو په فاصله پرځايي شوي دي.

د چینايي او هندی عسکرو ترمنځ وروستی تاو تریخوالی د پانګونګ جهیل (ډنډ) په سیمه کې رپورټ شوی دی چېرته چې دواړه ملکونه په یو بل د سرحد نه د راپورې وتلوالزامات لګوي. دغه علاقه په اېټمي وسله سنبلا د دواړو ملکونو ترمنځ د لاین اف اېکچوول کنټرول نومې سرحد مشرقي برخه ده.

د چین او هندوستان ترمنځ د همالیه په سرحد تاوتریخوالی د می د میاشت راهسې موجود دی او په جون کې هندوستان وویل ۲۰ عسکر یې د چینايي ځواکونو سره لاس په لاس جنګ کې وژل شوي دي. چین نه دي ویلي چې ایا په نښته کې تلفات شوي دي او که نا؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG