لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین سره تاوتریخوالی به هندوستان د امریکې سره نور نژدې کړي، څیړونکي وايي


د جون په ۱۵ نېټه په ختیځ لداخ علاقه کې د چینايی او هندي ځواکونو لاس په لاس جګړه کې ۲۰ هندي عسکر ووژل شو.دواړو ملکونو په یو بل د جګړې شروع کولو الزامات لګولي دي
د جون په ۱۵ نېټه په ختیځ لداخ علاقه کې د چینايی او هندي ځواکونو لاس په لاس جګړه کې ۲۰ هندي عسکر ووژل شو.دواړو ملکونو په یو بل د جګړې شروع کولو الزامات لګولي دي

چین سره د همالیه په غرنۍ سیمه کې د سرحد په سر د تاوتریخوالی زیاتېدو له امله څېړونکي وايي هندوستان د امریکې سره نور نژدېدې کېدلی شي او د چاپان او اسټرېلیا په ډول ملکونو سره تعلقات زیاتولی شي.

د ملکیت په سره لانجه کې چین او هندوستان په سیمه کې اضافي ځواکونه پرځای کړي دې او په نوي دلي کې د ابزرور ریسرچ فاونډېشن نومې ادارې څیړونکی هرش پنت وايي که د هندوستان او د چین دغه مسله د سفارتکارۍ دلارې حل کېږي او يا پکې نور زیاتوالی کېږي، هندوستان په داسې سټرېټیجک او اقصادي لارې غوره کوي چې مخه به یې د چین په ضد وي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي چین سره د مسلې په لړ کې به د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي د حکومت د جنوبي اېشیا نور ګاونډی ملکونو سره تعلقاتو کې هم بدلون کېدلی شي ځکه چې په سیمه کې د چین کردار د هندوستان دپاره هم مشکلات پېدا کوي.

د جون په ۱۵ نېټه په ختیځ لداخ علاقه کې د چینايی او هندي ځواکونو لاس په لاس جګړه کې ۲۰ هندي عسکر ووژل شو.دواړو ملکونو په یو بل د جګړې شروع کولو الزامات لګولي دي. د جګړې سیمه د ګلوان وادۍ په نوم یادیږي، چین یې خپله علاقه ګڼي خو هندوستان وايي دا هیڅ کله هم د سرحد برخه نه ده پاتې شوې.

د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي د ګلوان وادي یوازې ځای نه دی چې دواړه ملکونه پرې لانجه لري. د دواړو ملکونو ترمنځ په ۳۴۸۸ کلومېټره اوږده پوله چې د لاین اف اېکچوول کنټرول په نامه هم یادیږي دوو نورو سیمه کې هم شخړې موجود دي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې په خپله اداریه کې وايي چې د چین د مخنیوي په لړ کې نوی دلی باید د امریکې سره همکاري نوره هم زیاته کړي.

هرش پنت وايي په تېرو وختونوکې که چېرې هندوستان د امریکې سره تعلقات زیاتول نو د احتیاط مشوره به ورکول کېدله چې بېجنګ تر دې حد پورې مه خفه کوۍ چې مسلې درته پېدا کړي او د وزیراعظم نرندره مودي د حکومت دپاره لاره خلاصه شوي ده او د هغو ملکونو سره هم تعلقات زیاتولی شي چې وړاندې به یې زړه نه و.

دا میاشت هندوستان او اسټرېلیا یوه معاهده لاس لیک کړه چې ترمخه به یې دواړه ملکونه د یو بل پوځې اډې استعمالولی شي.

څیړونکي وايي هندوستان اوس د څلورو ملکونو هغه سکیورټي مکالمې ته بیا ورتللی شي چې وړاندې یې ډیر زیات ړزه نه و ورته. د څلورو ملکونو دغه غونډه د کواډریلېټرل سکیورټي ډایلاګ یا د امنیت څلور اړخیزه مکالمه یادیږي او پکې امریکا، اسټرېلیا، جاپان او هندوستان شامل دي. د مکالمې هدف د هند بحرالکاحل سیمه کې د چین د اثر مخه نیول وو.

په نوي دلي کې د جواهر لال نهرو یونیورسټۍ د نړیوالو تعلقاتو استاذ هاپي جېکب وايي چین چې په سیمه کې د یو شمېر ملکونو سره اقتصادي مرستې کوي، په جنوبي اېشیا کې به یې د هندوستان سره رقابت کې نوره هم اضافه وشي.

څیړونکي وايي د همالیه په سیمه کې په پوځي سطح د چین مخه نیول به د هندوستان دپاره اسانه نه وي. که څه هم هندوستان په لویو پوځونو کې شمېرل کېږي خو د چين پوځ زیات طاقتور او جدید ګڼل کیږي.

په اقتصادي توګه د چین مخه نیوولو دپاره هندوستان د وړاندې څخه ځینې اقدامات کړي وو. د اپرېل په میاشت کې هندوستان یو قانون منظور کړو چې په هندوستان کې سرماکارۍ دپاره به چینايي کمپنۍ به د حکومت نه اجازت اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG