لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دوه ایشیايي طاقتونو چین او هند په سیمه ایزو او اقتصادي چاروخبرې پېل کړي.


د هند او چین مشرانو د واهان په ښار کښې په داسې وخت کښې ملاقات کړی چې د دواڼو ترمنځ واړه گاونډي هېوادونه د خپل اغیز لاندې کولو لپاره سیالي روانه ده.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند راویش کمار ترمخه، وزیراعظم نریندر مودي تیره شپه واهان ته د دوه ورځو دورې په نیت رسیدلی دی. دواڼه مشران به خپل منځه دوه اړ خیزه تعلقاتو ته د سټرېټیجگ او اوږد مهاله اړخ نه بیا کتنه کوي.

د چین او هند اړیکي د کلونو زړې دي خو په ورستیو کښې د اسیا د مشرۍ په سیالۍ کښې دوي یو بل ته مخامخ شوي دي.

مسئلې

دواڼه گاونډیانو په کال ١٩٦٢ کښې یو جنگ هم کړی دی او تیر کال د دواڼو گاونډي بوټان په سر یې تعلقاتو کښې کړکیچ هم پیدا شوی دی.

هند د چین، سري لنکا، مالدیپ او پاکستان سره سټریټیجک او اقتصادي همکاریو ته هم د گواښ په سترگه گوري.

چین د هند نه د تبتیانو روحاني مشر دلایي لامه په کوربه توب خوشحاله نه دې او گڼي چې هند په هاغه سیمه قبضه دار دی کومه چې د دوي ده.

چین ادعا کوي چې هند خپل شمال ختیځ اړخ نه دوي نه ٩٠٠٠٠ مربع کلومیټره علاقه قبضه کړې ده. هند وايي چین د همالیه په غرونو کښې د "اکسي چین غونډۍ" دوي نه نیولې ده چې ټوله رقبه یې ٣٨٠٠٠ مربع کلومیټره جوړیږي. د دواڼه گاونډیانو چارواکو ٢٠ وار وړاندې لیدل کتل کړي دي خو دغه ملاقاتونو کښې څه پرمختگ په نظر نه دی راغلی.

په اړیکو کښې د سخت کړکیچ وروسته تیر کال هند د "ډوکلم غونډۍ" نه خپل هاغه پوځیان بیرته راستانه کولو موافقه وکړه کوم چې دغلته د چیني پوځیانو سړک جوړولو مخه نیولو لپاره لیگل شوې وو.

اقتصادي امکانات

د دې اختلافاتو باوجود هندي وزیراعظم نریندر مودي هیله لري چې راروان کال د هند قامي انتخاباتو وړاندې به چین د هندوستان مخ په وړاندې روان اقتصاد نور ښه کولولپاره په رول قانې کړي.

مودي انتظامیه د دې وړاندې د چین "یوه سیمه یو سړک" منصوبه کښې برخه اخستو نه پښه نیولی پاتې شوی دی. د دې منصوبې نه د چین مقصد د اېشیا د سیمې اقتصاد مینځني ختیز، افریقا او یورپ پورې تړل دي.

مودي به راروان جون په میاشت کښې یو وار بیا د چین سفر کوي چرته به چې هغه د شنگهاي همکارۍ سرمشریزه غونډه کښې برخه اخلي.

دغه غونډه کښې به د چین او هند نه علاوه مرکزي اسیایي هیوادونه لکه قزاقستان، قرغستان، تاجکستان او ازبکستان نه علاوه پاکستان هم گډون ولري.

XS
SM
MD
LG