لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانه سوداگران وايي کرونا واېرس يې له چین سره کاروبار اغېزمن کړی دی


 د چین ووهان ښار
د چین ووهان ښار

په چین کې پښتانه سوداگران وايي د کرونا واېرس له امله یې کاروبارونه ډېراغېزمن شوي دي او تر څو د واېرس خطر موجود وي، دوی له وېري څخه نشي کولای چې بیرته په چین کې خپل کاروباري فعالیتونه پیل کړي.

په چین کې د پاکستان د تجارانو د سازمان مرستیال مشر نعمت الله خان بازيي ډیوه ته وویل که څه هم په چین کې د نوي کال په مناسبت د یوې میاشتي رخصتۍ نن ) په لسم فیبروري( ختمې شوې خو د سلگونو پښتنو سوداگریز مالونه د چین و پاکستان په بندرونو کې بند پاته دي.

ښاغلی بازئی وایي یوازي د چین په ساحلي ښار، گوانگژو کې 5000 ته نږدې راجسټر پاکستاني تجارتي کمپنۍ شتون لري چې پکې ډېری د پښتنو دي. نوموړي وویل دغه تاجران په چین کې د خپل دوترونو، استوگن ځایونو کرایې او د خپلو ځايي مامورینو معاشونه هم ورکوي چې یو مالي بار دی.

د پاکستان د مالیې وزارت شمېرې وايي دا وخت د له چین سره یې کالنی دوه اړخیزه تجارت تر 15 ارب ډالره زیات دی او په 2019 م کال کې د دواړو گاونډیو هېوادونو ترمنځه شوي لوظنامې له مخي د پاکستان په 313 شیانو په چین کې هیڅ ټیکس او گمرک نشته.

خو ښاغلي بازیي وویل دا اندازه لاتر اوسه نشته چې پښتنو سوداگرانو ته به څومره زیان اوښتی وي خو په وینا یې د دويي سازمان د دواړو حکومتونو له اړونده چارواکو او تجارانو سره په د شمېرو د راغونډولو لپاره په تماس کې دي.

د چین مرکزي بانک ویلي د فیبرورۍ په لسمه نېټه چې کله له رخصتیو ورسته مارکیټونه بیرته پرانستل شي، دوی به د کاروباري فعالیتونو لپاره 43 ارب ډالره مارکېټ ته اچوي.

د چین د تجارت یوه چارواکي وانگ بن د رویټرز خبري ادارې ته ویلي د مزدورانو د نشتوالي، د بیعو د زیاتوالي او کمزوره اکمالاتو له امله ښايي چې مارکېټ ژر وده ونکړي.

په هغه هېواد کې یو پښتون زده کونکي زمرد خان ډیوه ته وویل چې په هوبي صوبه او شاوخوا نورو برخو کې ټول بازارونه تړلي دي او هر څه په ټپه ولاړ دي. د نوموړي په وینا هوبي صوبه په بشپړه توگه کلا بنده ده او چا ته هم هلته د تگ یا وتلو اجازه نشته.

په هوبي صوبه کې چېري چې کرونا واېرس خور شوی، هلته په میلینونو بند پاته کسانو د خوراکي توکو د کموالي او د بیعو د زیاتوالي شکایتونه کړي دي. د رویټرز خبري اداره د چینایي چارواکو له خولې وايي چي په یاده صوبه کې د پنځو ورځو لپاره خوراک پاته شوی دی.

په چین کې د روغتیا چارواکي وايي له کرونا واېرس څخه د مړو شمېر تر 900 اوښتی دۍ او تر څلوېښت زره زیات نور کسان له دغه مرگاني واېرس څخه اغېزمن شوي دي.

د پاکستان حکومت وايي په چین کې میشته پاکستانیان ځکه له هغه ځایه نه راباسي چې کرونا واېرس په پاکستان کې خور نشي او دا چي په چین کې د کرونا د ناروغانو د ښه علاج اسانتیاوي شته.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG