لاس رسیدونکی لینک

 
چین او پاکستان وايي سي پېک منصوبې لومړي اهداف ترلاسه کړل
تازه خبر

چین او پاکستان وايي سي پېک منصوبې لومړي اهداف ترلاسه کړل


په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې یو شمېر سیاسي گوندونه د سي پېک په طریقه کار تنقید کوي، وايي د دوی د صوبو اقتصادي پرمختگ ته پکې پام نه دی شوی او د پخواني وزیراعظم نوازشریف په دور کې پېل کړی شوي د منصوبې زیاتره گټې پنجاب ته د رسولو کوښښ شوی دی
په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې یو شمېر سیاسي گوندونه د سي پېک په طریقه کار تنقید کوي، وايي د دوی د صوبو اقتصادي پرمختگ ته پکې پام نه دی شوی او د پخواني وزیراعظم نوازشریف په دور کې پېل کړی شوي د منصوبې زیاتره گټې پنجاب ته د رسولو کوښښ شوی دی

چین او پاکستان ویلي د سي پېک منصوبه د لومړني اهدافو ترلاسه کولو وروسته دویم پړاو ته رسېدلې ده. دواړو هېوادونو دا تاثر رد کړی چې د اربونو ډالرو دې منصوبې د پاکستان اقتصاد ته د ودې ورکوولو پرځای په هېواد د قرضونو پېټی بار کړی دی.

د گاونډي او په روایتي توگه د ملگرو ملکونو چارواکو ویلي د سي پېک دلاندې پنځه کاله وړانډې پېل کړی شوي ٢٢ منصوبې د چین د ١٩ ارب (بېلین) ډالرو په سرمایه کارۍ سر ته رسېدلې دي.

د سي پېک د لاندې د بلوچستان د بحیره عرب په ساحلي ښار گوادر کې د ژورو اوبو بندر پرانېستل شوی دی چې د نړۍ مصروفو سمندري تجارتي لارو ته نژدې دی، په پاکستان کې نوي سړکونه جوړ کړی شوې دي او بجلي گرونه چالان کړی شوې دي.

په سي پېک د ناقدینو خبرو ته په جواب کې د چین د خارجه وزارت ترجمان لو کانگ د گل، دوشنبې، په ورځ وویل سي پېک د چین د بېلټ اېنډ روډ یا د سړک او د کمربند د منصوبې اهمه برخه ده چې په پاکستان کې یې زرگونو خلکو ته د روزگار موقعې برابر کړې دي او نهه مېلینه کورونو ته یې تاوانايي برابر کړې ده.

په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې یو شمېر سیاسي گوندونه د سي پېک په طریقه کار تنقید کوي، وايي د دوی د صوبو اقتصادي پرمختگ ته پکې پام نه دی شوی او د پخواني وزیراعظم نوازشریف په دور کې پېل کړی شوي د منصوبې زیاتره گټې پنجاب ته د رسولو کوښښ شوی دی. په بلوچستان کې دا هم ویل کېږي چې د گوادر په بندر کې د روزگار موقعې ځایي خلکو ته د ورکوولو پرځای د بهر نه خلک راغوښتل شوي او اباد کړی شوې دي.

د سي پېک د منصوبې یو هدف د چین د سمندر نه لرې پرتو سیمو ته د گوادر دلارې نړیوالو بازارونو ته رسايي ورکول دي.

د وي او ای د انگریزۍ څانگې خبریال ایازگل د اسلام اباد څخه په خپل رپورټ کې لیکي چې اسلااباد د دې خبرې اعتراف کوي د سي پېک دلاندې د چین د سرمایه کارۍ په نتیجه کې د پاکستان بنیادي اسانتیاوې ښې شوې دي او د تاوانايي په مسله هم تر څه حده قابوموندل شوی دی. پاکستاني مامورین دا خبره هم ردوي چې د پاکستان د قرضي موجوده کړکیچ د سي پېک له امله راپورته شوی دی.

یوه هفته وړاندې د پاکستان وزیراعظم عمران خان گوادر ته سفر وکړو او د یو شمېر منصوبو د بنیاد تیښږه یې کښېوده چې پکې په گوادر کې د نړیوال هوايي ډگر هم شامل دی. دغه منصوبې د سي پېک د بل پړاو د پېل کېدو علامت گڼل کیږي.

د گوادر نوي هوايي اډه به ١٢٠٠٠ مېټره رون وی لري او د چین د ٢٥٠ مېلین ډالرو په سرمایه کارۍ به په دریو کلونو کې سر ته رسولی شي. په هوايي اډه به ایربس ای ٣٨٠ نومې الوتکه هم کوزېدلی شي چې د نړۍ د مسافرو تر ټولو لوې جهاز دی او دا رنگ به د گوادر ورکوټی خاموشه ښار د نړۍ لویو ښارونو سره وتړل شي.

سعودي عرب هم اعلان کړی دی چې د ١٠ ارب ډالرو په مصرف به په گوادر کې د تېلو د صفا کولو کارخانه لگوي

امریکا وايي په کومو هېوادونو کې چې د چین د بېلټ اېنډ روډ منصوبې دلاندې سرمایه کاري کېږي اقتصادي گټې یې د شکونو د لاندې دي او پکې د چین د قامي سلامتیه برخې هم شاملې دي.

واشنگټن کې د بېلټ اېنډ روډ په اړه په یوه غونډه کې شرکت نه دی کړی او د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو تېره هفته وویل د چین په دغه منصوبه کې شاملېدونکي ملکونه یې د سرمایه کارۍ په طریقو خبرداری کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG