لاس رسیدونکی لینک

 
د ازاد تجارت سختو شرطونو په سر د چین پاکستان دویمه لوظنامه وځنډیده
تازه خبر

د ازاد تجارت سختو شرطونو په سر د چین پاکستان دویمه لوظنامه وځنډیده


پاکستان د چین سره د ازاد تجارت په اړه د دوېمې لوظنامې نه په اخېري وخت کې په شاه شوی دی. په دغه لوظنامه کې د چین نه په راتلونکي توکو(درامدات) باندې چینايي کمپنیو ته ۷۵ فیصده ماليې کمې شوې وې.

د دواړه هیوادونو تر مېنځ د تجارت په لومړي تړون کې په چینايي توکو (درامداتو) باندې پاکستان ۳۵ فیصده مالیه یا ټېکس لګولی وو. خو چینایانو غوښتل چې یواځې ۲۵ فیصده مالیه به ورکوي.

د پاکستان د خزانې وزیر رانا محمد افضل ویلي دغه لوظنامه په اخیري وخت کې ځکه وځنډیده، چې فیصل اباد کې میشت تاجرانو د چین لخوا وړاندیزونو باندې سختې نیوکې وکړې. فیصل اباد ښار پاکستان کې د کپړې د صنعت ستر مرکز دی.

د پاکستان د انګریزۍ ژبې یوې ورځپاڼې د رپوټ ترمخه د ازاد تجارت (فري ټریډ اېګرمنټ) یا ایف ټي ای دوېم پړاو دغه لوظنامې د لاس لیک کولو لپاره د دواړه ملکونو چارواکو لس وارې ناسته کړې.

او د دغې په سر د صنعتونو او مالېې راغونډولو ادارې د تجارتي چارو وزارت ته سخت مقاومت ښکاره کړی وو، ځکه چې د چین نه راوړونکو ۷۵٪ درامداتو باندې هیڅ کوم ټیکس نه وو لګول شوی.

د دې نه وړاندې د ایف ټي ای لومړۍ پریکړه کې د پاکستان لخواپه چیناييدرامداتو باندې ۳۵٪ ټیکسونه معاف کړی شوي وو چې له کبله يې په پاکستان کې یو شمیر ځايي صنعتونه د سخت اقتصادي زیانونو سره مخ شوي وو.

د پاکستان او افغانستان د تجارتونو د ګډ سازمان یا چېمبر اف کامرس مشر انجېنير دارو خان د دواړه هیوادونو تر مېنځه شوې د ازاد تجارت لوظنامو په اړه وي او ای ډیوه ته وايي دغه د پاکستان لپاره تاواني او یو اړخیزه دي.

ښاغلی دارو خان زیاتوي: ٫٫ د اېف ټي ای تر مخه شوې وړاندینۍ لوظنامو کې د پاکستان هیڅ ګټه نشته، ټوله ګټه د چین په برخه کې رسیدلې. پکار ده پاکستان دغه لوظنامو ته بیا کتنه وکړي او پخوانۍ ټولې لوظنامې ختمې کړي.٬٬

د پاکستاني مطبوعاتو تر مخه د دغه هیواد د خزانې وزير ویلي په دويم پړاو کې د چين لخوا شوې غوښتنې د پاکستان صنعتونو لخوا نه شوې منل کيدې او د قامي اسمبلۍ د مالي چارو قاېمه کميټۍ يو غړی قيصر احمد شيخ وايي: ٫٫ سياسی چارواکي ګڼي چې دوي په هر اړخ پوهه دي، خو په حقيقت کې د دوي خوښه کړې شوې لار د پاکستان د اقتصاد راتلونکي ته لوې تاوان رسوي. او په کوم ډول چې پاکستان د چين تجارت ته مراعات ورکړي که دا دوام اولري، نو د دغه هیواد ځايي صنعتونه به له منځه لاړ شي.٬٬

د چين او پاکستان تر منځ د ازاد تجارت لومړې پريکړه په کال ٢٠٠٨ کې شوې وه. د دواړه هیوادونو تجارتي حجم د تیر کال راهسې د ۴ بيلينه نه ١٥.٦ بيلينه پورې اضافه ليدلې. د چين رسمي شميرو تر مخه د پاکستان نه چين ته د ١.٥ بيلينه ډالره سادرات ليګل شوي او په مقابله کې چین پاکستان ته ١۴ بيلينه ډالره واردات کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG