لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان چین سره د تجارت دپاره د ډالر پرځای د یوان په استعمال غور کوي


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال

پاکستان د چین په دې تجوزیر غور کوي چې دواړه هیوادونه دې په دوه اړخیزه تجارت د ډالر پرځای د چین په یوان نومې کرنسۍ یا سېکه کې وکړي.

پاکستان ته د چین د وړانډیز خبر د پاکستان د داخله چارو وزیر احسن اقبال دا هفته څرگند کړو.

"مونږ د دواړو هیوادونو ترمنځ تجارت دپاره د ډالر پرځای د ار ایم بي په استعمالولو غور کوو،" احسن اقبال وویل. د چین کرنسي د رېنمنبي، ار ایم بي او یا د یوان په نومونو یادیږي.

د پاکستان سټیټ بینک چې د مالي چارو څارنه کوي د وړاندې څخه یې په هیواد کې د هر ډول لېن دېن دپاره یوان د خارجه سیکې په توگه منظور کړی دی.

احسن اقبال د پاکستان او چین ترمنځ د سي پېک نومې منصوبي سرپرستي کوي. د چاینا پاکستان اکنامک کاریډور، سي پېک، نومې منصوبې د لاندې به چین په پاکستان کې د کال ٢٠٣٠ پورې د ٦٠ ارب ډالرو سرمایه کاري کوي.

د سي پېک منصوبې د لاندې به چین په پاکستان کې د توانايي د پیداوار منصوبې سر ته رسوي، د ریل، سړکونو او د مواصلاتي نظام جالونه او صنعتي مرکزونه به جوړوي.

د سي پېک منصوبه په کال ٢٠١٥ کې د چین صدر ژي جنگپنگ د پاکستان د دورې په مهال د ۴٦ ارب ډالرو په ابتدايي خرچ پرانستله.

احسن اقبال د گل، دوشنبې، په ورځ په اسلام آباد کې د سي پیک په اړه یوې غونډې ته وویل د سي پېک دلاندې تر دا وخت د ٢٧ ارب ډالرو منصوبې یا خو عملي شوي او د منصوبو دپاره پنگې یقیني کړی شوي دي. هغه د سرمایه کارۍ ستاینه وکړه او وې یې ویل دا کامیابۍ په عظیمو کېسو کې یوه ده.

که څه هم د پاکستان مرکزي حکومت وايي سي پېک به هیواد ته اقتصادي ترقي راولي خو د پاکستان دوه صوبې، خېبرپښتونخوا او بلوچستان، وايي په سې پېک کې د دوي د مفاداتو خیال نه دی ساتل شوی او د منصوبې تر ټولو زیاته گټه به پنجاب اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG