د هند او ځینو نورو هېوادونو سفارتي چارواکو ویلي دي امکان دی د چین صدر شي جن پنګ راتلونکي اوونۍ په نوي ډیلي کې د شلو مالداره یا G 20 هېوادونو په سرمشریزه غونډه کې ګډون ونه کړي چې ورسره به د امریکې صدر جوبایډن سره د هغه د ملاقات امکان ختم شي.
صدر بایډن د زیارت په ورځ واشنګټن کې ویلي وو هیله مند دی چې هغه به د G20 په غونډه کې ګډون وکړي.
د چین د صدر د شرکت نه کولو ددې تازه خبرونو نه وړاندې د روس صدر ولادي میر پوټېن هم ویلي چې د نوي ډیلي سفر نه کوي او غونډې ته به خارجه وزیر سرګی لارو ورلېږي.
رایټرز خبري اداره وايي چې د صدر شي جنګ پنګ په ځای تمه ده د چین وزیر اعظم لي کوانګ د هند په غونډه کې ګډون وکړي.
صدر شي جن پنګ او صدر جو بایډن تېر کال د نومبر په میاشت کې د انډونېشیا په بالي ښار کې د G20 غونډې په ملاقات کړی وو او د نوي ډیلي په غونډه کې هم د دواړه مشرانو د ګډون تصدیق شوی وو.
څېړونکي وايي دواړه نړیوال طاقتونه امریکا او چین د جغرافیايي او سیاسي تاو تریخوالي کمولو په خاطر تعلقات مستحکمه کول غواړي.
ځینو امریکايي او چینايي چارواکو رایټرز ته ویلي دي د روان کال د نومبر په میاشت کې امکان دی د دواړو هېوادونو مشران د امریکا په سان فرانسیسکو ښار کې کېدونکي د ایپیک په غونډه کې ملاقات وکړي خو ددې لا باضابطه اعلان نه دی شوی.
رایټرز خبري اداره وايي څه که هم په چین کې د هند او د G20 هېواونو ځینو سفارتي سرچینو ورته د صدر شي په غونډه کې د شرکت نه کولو وجه نه ده ور ښودلی خو په نیو یارک کې د څېړنو ادارې اېشیا سوسایټي پالېسي انسټیټوټ د سویلي ایشیا ډایریکټره فروا عامر وايي“چېن نه غواړي په نوي ډیلي کې د نړۍ د مالداره هېوادونو په دې اهمه غونډه کې د چینايي صدر ګډون سره په سویلي ایشیا او همالیه سیمه کې د هند اهمیت زیات شي.”
تېره اوونۍ په جنوبي افریقا کې د بریکس نومې تنظیم په غونډه کې صدر شي او د هندوستان وزیراعظم نریندره مودي ډیر لږ لیدلي وو.
د دواړو هېوادونو ترمنځه د تېرو دریو کالو راهیسې په شریکه پوله تاو تریخوالی موجود دی. دغه تاو تریخوالی پس له دې پېدا شو چې چینايي پوځ په جګړه کې د هند تر 24 پورې عسکر ووژل.
یادونه: د دې خبر معلومات روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي
Forum