لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین وایي هندوستان په لانجمنه سرحدي سیمه کې د پرمختیایي کارونو حق نه لري


د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي ګاونډی یې هندوستان حق نه لري چې د جنوبي تبت د لانجمنې سیمې د پولې په شاوخوا کې پرمختایي کارونه وکړي، هندوستان لا دې ته څه جواب نه دی ویلی.

چین دا خبره د رویټرز خبري ایجنسۍ د هغه رپوټ په جواب کې کړې چې له چین سره په سرحدي سیمه کې د نوي ډیلي د پن بجلۍ یا د هایډرو پاور د پلانونو په اړه خپور کړی وو.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د چارشنبې- شورو په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې جنوبي تبت د چین خاوره ده.

ویاند وویل هندوستان هیڅ حق نه لري چې په دې لانجمنه سیمه کې پرمختګ یا پرمختیایي کارونه وکړي، وایي د چین په خاوره کې چې هند یې اروناچل پردېش بولي- ودانۍ جوړول "غیر قانوني او ناجایز" دي.

رویټرز خبري ایجنسۍ د سه شنبې- نهې په ورځ یو رپوټ خپور کړی وو چې پکې ویل شوي وو هندوستان په شمال ختیځ همالیا ایالت کې د اوبو د بجلۍ یا هایډرو پاور د 12 مرکزونو پر جوړولو یو ارب ډالر لګوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت سمدستي د چین د بهرنیو چارو وزارت د بیان په جواب کې څه نه دي ویلي.

هندوستان وايي اروناچل پردېش ایالت یې د هېواد نه بېلېدونکې برخه ده، خو چین وايي دا د جنوبي تیبت برخه ده او هلته یې د هندوستان د بنیادي اډاڼو پر منصوبو اعتراض کړی دی.

تېره هفته د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر په قزاقستان کې له خپل چینایي سیال وانګ یي سره د لیدو په وخت دواړو پر دې اتفاق کړی وو چې د خپلې ګډې پولې د مسلو د حل لپاره به هڅې تېزوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG