لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین حکومت د احجاجونو په ضد اقدامات سخت کړي دي


د چین اقتصادي ښار شنګهايي یو اوسیدونکي وي او ای ته ویلي چې د کرونا مخنیوي لپاره د سخت لاک ډاون پالېسي که څه هم په اوله کې د عقل سره سمه ګڼل کېدله خو اوس ددې پالېسی په اړه احساسات بدل شوي دي ځکه چې حکومت بندېزونه اوږدوي او د ختمېدو نوم نه اخلي
د چین اقتصادي ښار شنګهايي یو اوسیدونکي وي او ای ته ویلي چې د کرونا مخنیوي لپاره د سخت لاک ډاون پالېسي که څه هم په اوله کې د عقل سره سمه ګڼل کېدله خو اوس ددې پالېسی په اړه احساسات بدل شوي دي ځکه چې حکومت بندېزونه اوږدوي او د ختمېدو نوم نه اخلي

د چین حکومت د صدر ژي جن پنګ د کرونا وبا مخنیوي پالېسی په ضد د راپارېدلو احتجاجونو قابو کولو دپاره په لویه شمېره کې ګمارل شوي د پولیسو موجودګي نوره سخته کړې او رپورټونه وايي په اقتصادي ښار شنګهايي او نورو ښارونو کې پولیس د نورو احتجاجونو د غږ وروسته ګزمې پېل کړي دي.

د وایس اف امریکا په رپورټ کې ویل شوي دي چې لویه شمېره پولیس وروسته له هغې فعاله کړی شوي دي چې په ټولنیزو رسنیو خلکو د نورو احتجاجونو غږ وکړلو.

بیګا ټوله شپه د چین په یوشمېر ښارونو کې پولیس د حکومت ضد د څه قسمه احتجاجونو لپاره چامتو لیدل شوي وو.

په چین کې احتجاجونه د صدر شي جن پنګ د هغه تګ لارې په ضد پېل شوي چې غواړي د کرونا واېرس صفر یا د نیشت درجې ته راټیټ کړي. د چین حکومت ددې لپاره لکه د درې کاله وړاندې په شان د لاک ډاون او سختو بندېزونو تګ لاره خپله کړې ده.

د چین حکومت که څه هم پرون د ګل دوشنبې په ورځ په بندېزونو کې د لږ څه نرمی راوستلو اعلان کړی خو بیا یې هم ویلي چې د کرونا وبا مخنیوي حکمت عملي به جاري ساتي.

په حکومتي بیان کې په هېواد کې ددغه پالېسی په ضد د احتجاجونو ذکر نه دی شوی، کوم چې په تېرو څو لسیزو کې د واکمنه کمیونسټ پارټی په ضد تر ټولو ستره کچه احتجاجونه ګڼل کېږي.

د وایس اف امریکا په رپورټ کې ویل شوي دي چې په حکومتي بیان کې یواځې د بندېزونو نرمولو ویل شوي دي چې هدف یې د روانو احتجاجونو زور کمول دي.

د ژي د کرونا ضد لاک ډاون او سختو بندېزونو که څه هم د کرونا واېرس خورېدل محدود کړي دي خو د 1.4 بلینه ابادی روزمره ژوند یې ګډ وډ کړی دی او روان احنجاجونه ښي چې چینايي وګړي نور د لاک ډاون او سختې څارنې د پالېسی نه تنګ شوي دي.

د چین اقتصادي ښار شنګهايي یو اوسیدونکي وي او ای ته ویلي چې د کرونا مخنیوي لپاره د سخت لاک ډاون پالېسي که څه هم په اوله کې د عقل سره سمه ګڼل کېدله خو اوس ددې پالېسی په اړه احساسات بدل شوي دي ځکه چې حکومت بندېزونه اوږدوي او د ختمېدو نوم نه اخلي.

د اېشیا سوسیایټي پالېسي انسټیټویټ یو څېړونکی او د امریکا د خارجه چارو پخواني مرستیال ډینیل رسل وي او ای ته ویلي چې د هېواد په غربي سیمه سنکیانګ کې د اور لګېدلو پېښه کې د لسو کسانو د وژل کېدلو په ضد چې کوم احتجاجونه شوي، د کرونا ضد پالېسی په خلاف مظاهرو سره د احتجاجونو کچه پراخه شوی او دې عکس العمل د بندېزونو سره مخ خلک متحد کړل.

چارواکي وايي د تېر خالي په ورځ د اوور لګېدلو له امله لږ تر لږه لس کسان له هغې وجې مړه شول چې د اوور وژونکي عملې خلک د کرونا بندېزونو له وجې ودانی ته په وخت لاس رسي ونکړی شوه چې په ضد یې خلکو کې قهر خور شوی وو.

په چین کې د کرونا بندېزونو څخه تنګ شوي خلک د حکومت کرونا صفر پالېسی ته د طنز په توګه “د ماسک پالېسي” وايي.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د وي او ای د مېڼدرېن څانګې، د ای پي او روېټرز رپورټونه نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG