لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

٫٫چین د خپلو ګټو لپاره د بلوچستان بیلتون خوښو سره خبرې پیل کړي دي٬٬


چین د پنځو کلونو نه د زیاتې مودې راهسې د بلوچستان بیلتون خوښو سره پاکستان کې او په خصوصي توګه بلوچستان کې د خپلې سرمایه کارۍ د خوندي کولو لپاره خبرې اترې شورو کړي دي.

د برتانیې مشهور اخبار فنانشل ټائمز په پاکستان کې د چین د سرمایه کارۍ او دې ته د پیښو خطرو په اړه یو تفصیلي رپوټ کې ليکي چين د بلوڅ بېلتون خوښو سره نېغ په نېغه خبرې پېل کړي دي.

د دې خبرو نه خبر دریو تنانو فنانشل ټائمز ته ویلي، چین د بلوچستان بیلتون خوښو او یاغي جنګیالو سره ځان له نیغ په نیغه خبرې شورو کړي دي. ځکه چې د چین په سرمایه کارۍ شورو کیدونکي زیاتې ترقیاتي منصوبې په بلوچستان کې دي.

اخبار لیکي چې چین د تیرو ۵۰ کلونو نه د نورو ملکونو په کورنیو معاملو کې د ګوتو نه وهلو په پالیسی روان دی. خو ښکاري داسې چین پاکستان کې د هغې خلا ډکول غواړي، کومه چې د امریکې د پاکستان نه د زړه بدي کیدو له امله پیدا شویده.

اخبار لیکلي چې امریکا د تندلارو او د ترهګرو خلاف د پاکستان د زړه پورې اقداماتو نه کولو له سببه د پاکستان نه زړه ماتی شوی دی. په دې سبب امریکا وس د پاکستان نه لاس راښکلی دی.

خو بل طرف ته د پاکستان په سیاست کې د چین په راننوتو هندوستان ډیر وار خطا شوی دی. فنانشل ټائمز د پاکستان یو چارواکي د خلې لیکلي، چینیانو په چوپه خله ډیر لوې پرمختګ کړی دی.

دغه چارواکی وايي چې د بلوچستان بیلتون خوښي خال خال حملې کوي. د ذکر وړ څه حملې یې لا تراوسه پوری نه دي کړي. خو چین د خپلو منصوبو د حفاظت د یقیني کولو د پاره دا قسم خلقو سره په خبرو کولو مجبوره شوی دی.

فنانشل ټائمز په دی لړ کې تیر کال د بلوچستان په ګوادر کې چینانو سره د کار کونکو مقامی مزدورانو د وژل کیدو ذکر هم کړی. ډیرو خلقو دا خبرداری هم ورکړی چې د چین درنه سرمایه کاري به پاکستان نه د چین یو طفیلي ریاست جوړ کړي، ګر چې چین په څو څو کرته ویلي چې د چین پاکستان کې د پوځ ساتلو هیڅ نیت نشته.

فنانشل ټائمز د خپل مضمون په اخر کې لیکلي چې پاکستاني چارواکو د بلوچستان بیلتون خوښو سره د چین په خبرو خوښي ښکاره کړی ده. ځکه د دوي په قول بلوچستان کې په امن او قلارۍ راتلو کې د ټولو خیر دی. پاکستان کې د ډیرو چارواکو خیال دی چې د پاکستان د پوځ امداد د بندولو امریکايي فیصلې د پاکستان خلق او حکومت چین ته نور ورنژدې کړي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG