لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين پاکستان ته ويلي، د پرمختيا دپاره  به کورنی ثبات او امنيتي حالات ښه کول وي


د چين د کميونسټ پارټۍ د نړيوالو چارو د مرکزي کمېټۍ وزير د پاکستان په سفر کې ویلي، د پرمختيا دپاره کورنی ثبات اړین دی او د پانګونو دپاره به ‏امنيتي حالات ښه کول وي په ښه امنیت کې به تاجران په په پاکستان کې پانګونې کوي.‏

د پاکستان د ځايي رسنيو ترمخه، د چين وزير ليوجيان چاو پرون د جون په ‏‎21‎مه په اسلام اباد کې د پاکستان او چين د مشاورتي مېکانزم يا تګلارې ‏غونډې ته په وينا کې ويلي، ګډه مشاورتي تګلاره د ستاينې وړ ده او د دواړو هيوادونو ترمنځ تړونونه به ګټور ثابت شي.‏

خو نوموړي د پرمختيا دپاره د کورني ثبات او پانګونو دپاره د امنیتي حالاتو ښه کولو ويلي دي.‏ چينايي وزیر په دغې اړه نور تفصيل نه دی ويلی.‏

غونډې ته د پاکستان مرستیال وزیراعظم او بهرنيو چارو وزیر اسحاق ډار ويلي، چين پاکستان اقتصادي راهداري (سي پېک) د دواړو هيوادونو ترمنځ ‏مهمه پروژه ده، د سي پېک دويم پړاو کې به د پاکستان او چين دوستي نوره پياوړې شي، او زياته کړې یې ده، پاکستان کې ټول سياسي ګوندونه په سي ‏پېک په يو مخ دي.‏

ډار ويلي، د چينايي وزير سفر په دوه اړخيزه باور کې د اضافې سبب دی او د پاکستان او چين ترمنځ سټرېټېجک همکاري ده.‏

د چين پلاوي په داسې وخت کې د پاکستان سفر کړی چې د ‏مارچ په میاشت کې د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام کې د داسو ډېم په چينايي ‏انجينيرانو ځانمرګی برید شوی، پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ‏‏‏ډرايور یې پکې ‏وژل شوي وو.‏

‏د ياد بريد وروسته چین پاکستان کې د خپلو وګړو په تحفظ ژورې اندېښنې ښکاره کړې وې او د پاکستان له حکومت یې غوښتنه کړې وه چې د چین د ‏وګړو تحفظ باید باوري کړي.‏

د روانې مياشتې په سر کې د چين په سفر د پاکستان وزيراعظم شهبازشريف په خپل هيواد کې چينايي وګړو او سرمايه کارانو ته د مکمل امنيت او د ‏اسانتياو ورکولو د باور ورکولو ويلي وو.‏

په پينځم جون په شینجین کې د پاکستان چین بزنس کانفرنس ته وینا کې، وزيراعظم شهباز شريف ويلي وو، حکومت یې په بشام کې د خونړي ترهګر برید ‏راهسې په ټول هیواد کې د هر چینايي ژوند د خوندیتوب لپاره مختلف ګامونه پورته کړي دي.‏

شهباز شریف پرون په يو بیان کې په سي پېک پروژه د پاکستان او چین ترمنځ د بشپړ سياسي اتفاق او اطمينان څرګندونه کړې ده.‏

د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه، وزيراعظم ويلي، د ځانګړو پانګونو د اسانتياو کونسل به په ملک کې چينايي پانګه والو ته ټولې ممکنه ‏اسانتياوې ورکوي.‏

ويل شوي، وزيراعظم د چينايي وزير سره ليدلي او ويلي يې دي پاکستان د سي پېک دویم پړاو ته تیار دی.‏ د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر هم د چین له وزیر سره لیدلي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د کورنيو چارو وزير محسن نقوي په مشرۍ مهمه غونډه شوې، او غونډه کې د بهر ملکيانو او په ځانګړي ډول د ‏چینايي وګړو د ساتنې دپاره د اقداماتو جاج اخستل شوی دی.‏

محسن نقوي ويلي، په امنيتي پلان به پوره عمل کولی شي او په هره کچه به د پلان څارنه کيږي. خو د پلان تفصيل نه دی شريک کړل شوی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د ونې په پاڼو د انځورونو جوړول یا لیف ارټ هنر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG