لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روژه نیول د چین مامورین د تندلاریتوب علامت گڼي، څېړونکي وايي


د ملگرو ملتونو د یوې ډلې د اندازو ترمخه، په سنکیانگ کې دا وخت د یو مېلین نه زیات ویغور او نور ترک اقلیتي مسلمانان په بندي خانو کې بند کړی شوې دي
د ملگرو ملتونو د یوې ډلې د اندازو ترمخه، په سنکیانگ کې دا وخت د یو مېلین نه زیات ویغور او نور ترک اقلیتي مسلمانان په بندي خانو کې بند کړی شوې دي
ای اېف پي خبري ادارې ته څلوېښتو داسې تاجرانو د خبرو په وخت ویلي دي چې د چین حکومت د دوی چینايي مېرمنې په بندي خانو کې ساتي، دوی ته په زوره شراب او د خنزیر غوښه ورکوي، ‌‌‌‌‌‌ډانسونه پرې کوي او د اعوستو دپاره ورته لن‌‌‌‌‌‌ډې جامې ورکوي چې دا معلومه کړي چرته دغه ښځې خو تندلاریتوب خوا ته نه دي تللي
ای اېف پي خبري ادارې ته څلوېښتو داسې تاجرانو د خبرو په وخت ویلي دي چې د چین حکومت د دوی چینايي مېرمنې په بندي خانو کې ساتي، دوی ته په زوره شراب او د خنزیر غوښه ورکوي، ‌‌‌‌‌‌ډانسونه پرې کوي او د اعوستو دپاره ورته لن‌‌‌‌‌‌ډې جامې ورکوي چې دا معلومه کړي چرته دغه ښځې خو تندلاریتوب خوا ته نه دي تللي

د بش‏ري حقونو د څارنړیواله اداره وايي د چین حکومت د ویغور مسلمانانو د څار لپاره نوی الگورېتم یا الېکټرانک نظام پرځای کړی دی چې مقصد یې د مسلمانانو په ژوند نظر ساتل دي.

هیومن رایټس واچ په خپل رپورټ کې وايي د ویغورو د څارنې دغه نظام ته د انټېگرېټډ اپریشن پلېټفارم ویل کیږي او د دې دلارې پولیس د مسلمانانو په اړه معلومات راټولولی شي چې پکې د ویني گروپ، قد او جوسه، مذهبي رجحان او فکر معلومول شامل دي.

رپورټ وايي دغه نظام د مسلمانانو د حرکت هم کره کتنه کوي، د دوی په ټېلې فون، موټرسایکلو، په شناختي کارډ، د دوی په مشکوکو هلوځلو او د دوی د گاونډیانو سره په تعلق هم نظر ساتل کیږي او دا جاج هم اخیستل کیږی چې دوی په څومره کچه بجلي استعمالوي او د چا سره تعلق لري.


هېومن رایټس واچ په رپورټ کې داهم ویلي شوي دي چې د ايي جی او پي نظام دلارې په لاره د تلونکو خلکو د مخونو حال هم اخیستل کېږي، پولیس پرې د ټيلي فون د ځای درک هم معلوموي، د بنک اکاونټ حساب کتاب او د هر تن د کور معلوماتو لپاره هم دغه نظام کارولی شي.

د هیومن رايټس واچ یوه تحقیق کونکې مایا وانګ وايي چې د مسلمانانو په اکثریتي صوبه سنکیانګ کې پولیس په غېر قانوني توګه د خلکو ذاتي معلومات راغون‌‌‌‌‌‌ډوي او بیا د دغې معلوماتو په اساس د خلکو خلاف ګامونه پورته کوي



دبشري حقونو ‌‌‌‌‌‌ډله وايي چین د خلکو ذاتي معلوماتو ته د رساېی د نړیوال قانون سرغړونه کوي.


په چین کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه که څه هم وخت په مطبوعاتو کې رپورټونه خورېږي خو څو میاشتې وړاندې خبري ادارې ای اېف پي د پاکستان دهغو تاجرانو او کاروباریانو مرکې هم خپرې کړې وې چې پکې دوی د خپلو چینايي مېرمنو سره په چین کې د چین د حکومت لخوا د منفي سلوک خبرې کړې وي.

پاکستان کې ځینو تاجرانو چین ته د تګ راتګ په وخت د چینايي ښځو سره ودونه کړي دي او په دوی کې اکثره مسلمانې شوې هم دي.

ای اېف پي خبري ادارې ته څلوېښتو داسې تاجرانو د خبرو په وخت ویلي دي چې د چین حکومت د دوی چینايي مېرمنې په بندي خانو کې ساتي، دوی ته په زوره شراب او د خنزیر غوښه ورکوي، ‌‌‌‌‌‌ډانسونه پرې کوي او د اعوستو دپاره ورته لن‌‌‌‌‌‌ډې جامې ورکوي چې دا معلومه کړي چرته دغه ښځې خو تندلاریتوب خوا ته نه دي تللي.

د هیومن رایټس ترمخه، چین د کال ٢٠١٦ راهسې د سنکیانگ په یو کروړ ٣٠ لکه مسلمانانو قسمه قسم ظلمونه پېل کړې دي، په دوی نیوکې کېږي، په زور یې د سیاسي سوچ او شعور د بدولو کوښښونه کوي، د دوی په ازادۍ د سفر بندیزونه دي او نه پرېښودل کېږي چې خپل مذهبي فرایض ادا کړي.


هیومن رایټس واچ وايي دا وخت ١٠ لکه ویغور مسلمانان په کېمپونو کې راغونډ کړی شوې دي چې چین ورته د سیاسي تعلیم کېمپونو نوم ورکړی دی.

خو د چین حکومت د گل، دوشنبې، په ورځ د امریکايي مامورینو دا خبره رد کړه درې مېلینه ویغور مسلمانان یې د "تمرکز کېمپونو" کې بند کړې دي. د چین د خارجه وزارت تجمان گېنگ شوانگ په بیجنگ کې خبري غونډې ته وویل د امریکايي مامورینو خبرې د حقیقت سره سمون نه خوري. د چینايي ترجمان وویل امریکا باید د چین په کورنیو معاملاتو کې لاس وهنه ونکړي.

د ملگرو ملتونو د یوې ډلې د اندازو ترمخه، په سنکیانگ کې دا وخت د یو مېلین نه زیات ویغور او نور ترک اقلیتي مسلمانان په بندي خانو کې بند کړی شوې دي.

د بحیره الکاهل د سیمې د امنیتي چارو د امریکې نایب مسول رینډال شریور تېره هفته یوې خبري غونډې ته وویل دغه بندي خانې د تمرکز کېمپونو په نوم یادې کړې او وې یې ویل هلته د بندیوانو کسانو شمېره دریو میلینو ته نژدې ده.

که څه هم چین وړاندې د دغه کېمپونو د وجود نه انکار کړی دی خو ای اېف پي خبري اداره وايي اوس داسې ښکاري چې تسلیموي یې او ورته ووکېشنل ټرېننگ سنېټرز وايي یا د پېشه ورانه تعلیم مرکزونه او وايي دا د ترهگرۍ خلاف جنگ کې مرسته کوي .

د چین د حکومت دریځ پرته څېړونکې وايي په هېواد کې مېشته اقیلیتي مسلمانان د بندیزونو سره مخامخ دي.

څېړونکي گرېگ بېکر د ای اېف پي خبري ادارې دپاره خپل رپورټ کې لیکلي په ټوله دنیا کې د روژې میاشت شروع شوي ده خو په سنکیانگ کې د چین حاکمانو په ویغور مسلمانان پابندي لگولې چې روژه به نه نیسي دا ځکه چې د چین حکومت روژه نیول هم د تندلاریتوب او ترهگرۍ علامت گڼي.

گرېگ لیکي چې یوازې روژه نه بلکې اوږده ږېره، د ښځو پرده یا ستر کول او المونځ کول هم د تندلاریتوب نخښې گڼل کېږي.

یادونه: دې خبر څه مواد د وي او ای ډیوه خبریال مختارخلیل مطبوعاتو ته د کتنې نه اخیستل شوی دی



هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG