لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وتلي ویغور لیکوال د چین په بندي خانه کې ساه ورکړې، کورنۍ یې وايي


د سنکیانگ په ارومچي ښار کې د جمعې د لمانځې وخت. امریکا وايي چین د مسلمانانو ثقافت او اسلامي عقیده ختمول غواړي
د سنکیانگ په ارومچي ښار کې د جمعې د لمانځې وخت. امریکا وايي چین د مسلمانانو ثقافت او اسلامي عقیده ختمول غواړي

د چین د سنکیانگ صوبې د ویغور مسلمانانو وتلي لیکوال نور محمد توخي د کورنۍ غړو وایس اف امریکې ته ویلي توجي د چین په بندي خانه کې ساه ورکړې ده.

په کېنیډا کې میشته د توخي خپلوان وايي چینايي مامورینو توخي تېر کال د خپل کور نه نیولی و او هغه کیمپ ته یې بوتللی و چې چین یې د بیا تعلیم د مرکز په نوم یادوي خو د انساني حقونو تنظیمونه یې بندي خانې بولي چې د چین اقلیت ویغور مسلمانان پکې د زندان په څېر ژوند کوي.

د توخي لمسۍ برنا الچي وي او ای ته وویل په کره توگه لا دا نه ده معلومه چې ایا توخي په زندان کې مړ شوی او که د ازادیدو وروسته یې په کور کې ساه ورکړې ده. هغې وویل چې د خپلې نیا سره په ټېلې فون رابطه کړې وه خو د ټېلې د ټېپ کېدو د ویرې یې ډیرې خبرې نشوې کوالی.

برنا الچي وویل دا هفته یې د نیا سره خبرې وکړې او هغې وویل چې توخي ١١ ورځی ساه ورکړې ده. مېرمن برنا وویل نیا ته یې دا معلومات نه وو چې ایا توخي په زندان کې د تشدد دلاسه مړ شوی او که په کېمپ کې یې د علاج د نه کېدلو لامله ؟

برناالچي وویل "حقیقت دا دی چې دوی (چینايي مامورینو) ٧٠ کلن سړی، ځمان نیکه، چې د شکرې او زړه ناروغي لري، په بندي خانه کې واچولو، او دوی د دې تردید نشي کولی."

برنا الچي وویل د هغې سره په ټېلې فون د خبرو ورسته چینايي مامورینو د هغې د نیا نه د ټېلې فون په اړه پوښتنې وکړې.

د چین په بندي خانو کې څوک دي؟

توخي یوازنی ویغور دانشور نه دی چې د چین په بندي خانه کې اچول شوی وو. گڼ شمیر نور ویغور هم په کېمپونو کې پراته دي. چین وايی دغه د بیا تعلیم یا ري اېجوکېشن مرکزونه دي چې هدف یې په هیواد کې د ترهگرۍ مخ نیوی دی.

په واشنگټن کې مېشته تنظیم ویغور هیومن رایټس پراجکټ وايي د سلگونو په شمیره کې ویغور خبریالان، طالب علمان او دانشور په زور په کېمپونو کې بندوان کړی شوې دي. د ادارې ترمخه، دا وخت ٣٨٠ وتلي دانشوران،طالب علمان، هنرمندان او خبریالان بند دي. د ادارې یو چارواکی وايي د نیول شویو کسانو خپلوان د بندو کسانو د خیر ښېگړې په اړه معلومات نه لري.

د چېن په کېمپونو په نړیواله کچه ټکونه کیږي

د امریکې او غربي هېوادونو په شمول د انساني حقونو نړیوالو ادارو د چین په کېمپونو سختې نیوکې کړې دي او وايي د چین حکومت په دغو کېمپونو کې د ویغورو د انساني حقونو خلاف ورزۍ کوي.

چین وايي په دغو مرکزونو کې خلکو ته بېلا بېلو هنرونو تربیه ورکړی کېږي.

تیره هفته د چین په تیاننمن چوک کې د پرامنه احتجاج کونکو خلاف د پوځي اقداماتو د ٣٠ کلنې دستورې په موقع د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو په یو بیان کې وویل چین په سنکیانگ کې د سرغړونو نوي لړۍ پېل کړې ده او د واک من کمیونسټ گوند مشران د ویغورو ثقافت او اسلامي عقیده د ختمولو کوښښونه کوي او د یو مېلین نه زیات ویغور مسلمانان یې بندیوان کړې دي.

د بېجنگ نظر

د چین د خارجه وزارت ترجمان وویل د مایک پامېیو بیان د چین په کورنیو چارو کې لاس وهنه ده. هغه وویل ضروري خبره دا ده چې ایا مایک پامپېیو په سنکیانگ کې حقیقت معلومول غواړي او که یوازې د درغو، غلط بیانۍ او د چین په داخله چارو کې د لاس وهنې نه کار اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG