لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین غوښتلي د ویغور مسلمانو په اړه د ملګرو ملتونو غونډه دې وځنډول شي


چین وايي دغه د زدکړې مرکزونه دي چې د تندورۍ د مخنیوي دپاره جوړ کړی شوي دي. ناقدین وايي د چین د دغه اقداماتو هدف د ویغور مسلمانانو شناخت ختمول دي
چین وايي دغه د زدکړې مرکزونه دي چې د تندورۍ د مخنیوي دپاره جوړ کړی شوي دي. ناقدین وايي د چین د دغه اقداماتو هدف د ویغور مسلمانانو شناخت ختمول دي

چین د ملګرو ملتونو د غړو ملکونو نه غوښتنه کړې چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ویغور مسلمانانو د انساني حقونو په اړه کېدونکي غونډه کې دې شرکت نه کوي. د غونډې انتظام یو شمېر اسلامي او مغربي ملکونو کړی دی. چین وايي غونډه د سیاسي مقاصد دپاره رابلل شوې ده او دا خبره یې در کړې چې په سنکیانګ کې څه کومه مسله وجود لري.

په ملګرو ملتونو کې د چین نماینده ډلې یا مشن په یو بیان کې وویل په سنکیانګ کې موجوده صورتحال د تاریخ تر ټولو بهرین وخت دی، په سیمه کې ثبات دی، اقتصادي پرمختګ دوام لري او د ټولو قامونو خلک په هم اهنګۍ کې د یو بل سره ژوند کوي.

دغه بیان وویل امریکا او همکاران یې د سنکیانګ په اړه دروغ جوړوي او د چین مخه نیولو دپاره او په چین کې ګډوډي راپارولو دپاره سازشونه کوي.

چین دا غوښتنه هم وکړه چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ په انلاین بڼه کېدونکي غوڼده دې وځنډول شي او غونډه یې د چین په کورنیو چارو کې مداخلت وبللو.

د انساني حقونو تنظیمونه وايي چین د یو مېلین نه زیات ویغور مسلمانان د بندي خانو په کېمپنو کې ایسار کړي دي.

چین وايي دغه د زدکړې مرکزونه دي چې د تندورۍ د مخنیوي دپاره جوړ کړی شوي دي.

ناقدین وايي د چین د دغه اقداماتو هدف د ویغور مسلمانانو شناخت ختمول دي.

امریکا او یو شمېر مغربي ملکونه ویغور مسلمانانو سره د چین سلوک د ویغورو نسل وژنه بولي.

امریکې او یورپین یونین په مارچ کې د ویغور مسلمانانو سره د چین د سلوک په سر په یو شمېر چینايي مامورینو پابندۍ ولګولې. امریکې د سنکیانګ سره تجارت هم کم کړی او په ځینو چینايي کمپنو الزام لګوي چې د ویغور ماشومانو نه خبري مشقت اخلي.

د شورو، چهارشبنې، په ورځ کېدونکي غونډې انتظام برطانيي، امریکې، جرمني او د انساني حقونو تنظیمونو هیومن رایټس واچ، اېمنسټي انټرنېشنل او ورلډ ویغور کارنګرس په مشترکه ډول کړی دی.

د غونډې په بلنه کې وېل شوي چې د دې مقصد د غونډې برخه وال رایوځای کول دي چې په دې خبره غور وکړي چې د ملګرو ملتونو د انتظام دلاندې د ملګرو ملتونو غړي ملکونه او د شهري حقونو تنظیمونه د سنکیانګ د ترک نسل قومونو د حقونو مرسته څنګه کولی شي؟

په ملګرو ملتونو کې د برطانيي استازي مېرمن باربره وډورډ وویل "په سنکیانګ کې صورتحال زمونږ د زمانې سنګین ترین انساني بحران دی."

هغې وویل دوی غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو د انساني حقونو څانګې ته دې سنکیانګ ته رسايي ورکړی شي.

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو کمېشن مشره مېشېل باچیلی د بېجنګ نه غوښتنه کوي چې هغې ته اجازت ورکړي چې سنکیانګ ته ورشي. په فېبرورۍ کې چین وویل هغې ته یې اجازت ورکړی دی خو دغه دوره لا نه ده شوي.

د کال ۲۰۱۰ د چین د سر شمېرنې ترمخه د ویغور ابادي د ۱۰ مېلین نه څه لږه زیاته ده چې د چین د مجموعي ابادۍ د یو فیصد نه هم کمه برخه ده. ویغور په سنکیانګ کې د نورو ترک نسل قومونو کې تر ټولو زیاته ابادي لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG