لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مایک پامپېیو کرونا وایرس د " ووهان وایرس" په نوم یاد کړی، چین یې غندنه کړي


د پامپېیو نه علاوه د امریکې صدر ډانلد ټرمپ او د هغه د حکومت ځینې نور چارواکي په مسلسل ډول کرونا وایرس د "ووهان" او یا د "چاینا" وایرس به نامه یادوي.د ملګرو ملتونو او د نورو نړیوالو ادارو چارواکي دغه ناورغي د کرونا وایرس یا د کویډ ناینټین په نوم یادوي
د پامپېیو نه علاوه د امریکې صدر ډانلد ټرمپ او د هغه د حکومت ځینې نور چارواکي په مسلسل ډول کرونا وایرس د "ووهان" او یا د "چاینا" وایرس به نامه یادوي.د ملګرو ملتونو او د نورو نړیوالو ادارو چارواکي دغه ناورغي د کرونا وایرس یا د کویډ ناینټین په نوم یادوي

د چین خارجه وزارت د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د هغه خبرو غندنه کړې چې هغه پکې کرونا وایرس د "ووهان وایرس" په نوم یاد کړی دی. ووهان د چین هغه ښار دی چې کرونا وایرس پکې تېر کال شروع شوی و.

د چین د خارجه وزارت ترجمان ګنګ شوانګ په بیجنګ کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د معمول خبري غونډې ته وویل مایک پامپېیو چین د بدناموولړ دپاره کرونا وایرس ته "ووهان وایرس" او د دې ناروغۍ د مخنیوي په لړ کې د چین کوښښونو نه توجهع لېرې کول غواړي او خپله ذمه واري د ځان نه لیرې کول غواړي. د چین د خارجه وزارت ترجمان وویل مایک پامپېیو "بد نیت" لري.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د جي سېون نومې په اقتصادي توګه برمخته تللې هېوادو به څنګ کې د وډیو کانفرس دلارې خبریالانو سره خبرو کې مایک پامپېیو وویل چین د کرونا وایرس په اړه غلط معلومات خوروي خو دنیا یې مخالفت کوي.

د پامپېیو نه علاوه د امریکې صدر ډانلد ټرمپ او د هغه د حکومت ځینې نور چارواکي په مسلسل ډول کرونا وایرس د "ووهان" او یا د "چاینا" وایرس به نامه یادوي.

د ملګرو ملتونو او د نورو نړیوالو ادارو چارواکي دغه ناورغي د کرونا وایرس یا د کویډ ناینټین په نوم یادوي.

د جي سېون د تېلي کانفرس غونډې به اخېره کې جاري کېدونکي اعلامیه کې هم د کرونا وایرس په نوم اختلافات پېدات شول. د امریکې ټینګار کولو چې به مشترکه اعلامیه کې دې کرونا وایرس "ووهان وایرس" وبلل شي خو نور ملکونو یې مخالفت کولو. د دې اختلاف له امله د غونډ په اخېره کې بېلې بېلې اعلاميي جاري کړی شوې.

کرونا وایرس د تېرکال د ډسمبر په میاشت کې په لومړي ځل د چین په هوبی صوبه او د صوبې په مرکزي ښار ووهان کې سر راپورته کړی و. په چین کې د وایرس دلاسه د ۳۰۰۰ نه زیات کسان مړه شوي دي.

په امریکا کې د کرونا وایرس دلاسه د مرګونو مشیر ۱۰۰۰ ته رسیدلی دی او تر ۷۰۰۰۰ پورې خلک دې ناروغۍ وهلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG