چین د تایوان په شاوخوا کې پوځي مشقونه پیل کړي او د جمعې په ورځ یې پر دې ټاپو د جګړې خبرداری ورکړی او وایي تر څو چې "بیا بشپړ یووالي" ته نه وي رسېدلي خپلو جوابي اقداماتو ته به دوام ورکړي.
د چین جنګي بېړیو او جنګي جیټ الوتکو د مشقونو پر دویمه ورځ تایوان محاصره کړی او وایي دا یې د دې ټاپو د نیولو لپاره د خپلې وړتیا ازمویل دي. بېجنګ دا مشقونه په داسې وخت پیل کړي چې د تایوان نوي صدر څو ورځې مخکې د صدارت لوړه کړې ده.
د چین پوځ دغه دوه ورځني جنګي مشقونه د پنجشنبې- زیارت په سهار پیل کړي او تایوان یې د سمندري بېړیو او پوځي الوتکو په وسیله شاوخوا محاصره کړی ځکه چې وایي پر دې ټاپو به "د خپلواکۍ ځواکونه" وینه بهوي.
د تایوان نوي صدر ویلیم لای چینګ- تي د می پر 20مه لوړه وکړه، چین د هغه پرانیستونکې وینا د خپلې خاورې د خپلواکۍ اعتراف بللی او غندلې یې ده، ښاغلی لای چینګ په خپله پرانیستونکې وینا کې یې ویلي:
"زه هيله لرم چين به د [تايوان] د وجود له حقيقت سره مخامخ شي، د تايوان د خلکو انتخاب ته به درناوی ولري او په ښه نيت به د مقابلې پر ځای پر خبرو اترو فکر کړي".
د بېجینګ د دفاع وزارت ویاند وو کیان د جمعې په ورځ وویل چې صدر لای "د یو متحد چین اصول په شدیده توګه چېلنج کړي دي، په تایوان کې یې زموږ هیوادوال د جګړې او ګواښ له خطرناک حالت سره مخ کړي دي."
وو کیان وایي "هر کله چې د تایوان خپلواکي موږ وهڅوي، موږ به خپل جوابي اقدامات یو ګام نور هم تر هغه وخته وغزوو، چې دغه خپله مورنۍ خاوره مو په بشپړ توګه بیا نه وي را ګډه کړې."
د چین دغه د ډارولو پوځي مشقونه د هغه زیاتېدونکي کمپېن برخه دي چې په وروستیو کلونو کې یې د تایوان ټاپو په شاوخوا کې تر سره کړي دي.
د چین د پیپلز لیبرېشن آرمي (پي ایل اې) د ختیځ تېټر د کمانډ ویاند لي ژي د جمعې په ورځ وویل، دوی "د خپل مشترک واک د تر لاسه کولو، د ګډو بریدونو او د مهمو سیمو د نیولو وړتیا تجربه کوي."
د چین سرکاري سي سي ټي وي د رپوټ له مخې له ژوندیو ګوله بارودو ډکې جنګي جیټ الوتکې د هدفونو په لور والوتې او له جنګي بېړیو سره یو ځای یې پر "مهمو هدفونو د بریدونو" لپاره تیارۍ وکړې.
امریکا چې د تایوان کلک متحد او پوځي ملاتړی دی پنجشنبې- زیارت په ورځ یې له چینه وغوښتل چې له زغمه کار واخلي او ملګرو ملتونو هم پر ټولو اړخونو ږغ کړی چې له تشدده ډډه وکړي.
بېجینګ ویلي دا مشقونه یې نن تر جمعې پورې وو خو څېړونکي وايي کېدای شي دا د جګړې لوبه وغزوي یا تایوان ته نیژدې د توغنديو د ویشتلو سبب شي، ځکه چې وایي په 2022م کال کې تایوان ته د امریکې د کانګرس د پخوانۍ سپیکرې نېنسي پلوسي د سفر په وخت هم همداسې شوي وو.
Forum