لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین دا دعوې ردوي چې کرونا وایرس د ووهان ښار د لېبارټرۍ نه خپور شوی 


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د اپرېل په ۱۵ نېټه وویل چې حکومت یې په دې اړه تحقیقات شروع کړي دي چې ایا کرونا وایرس د ووهان په لېبارټرۍ کې شروع شوی دی؟
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د اپرېل په ۱۵ نېټه وویل چې حکومت یې په دې اړه تحقیقات شروع کړي دي چې ایا کرونا وایرس د ووهان په لېبارټرۍ کې شروع شوی دی؟

د کرونا وایرس تېرکال د چین په ووهان ښار کې لومړی خپور شوی و خو چین دا خبره ردوي چې دا وبا په ښار کې د یوې لېبارټرۍ نه خپره شوي ده.

رویټرز خبري اداره وايي دا چې کرونا وایرس د کوم ځای نه خپرو شوی دی؟ یو نظر دا دی چې دا وایرس د ووهان انسټېیټیوټ اف وایرالوجي نومې لېبارټرۍ نه خپور شوی چې په ووهان ښار کې موقیت لري.

کرونا وایرس دلاسه اوسه پورې په دنیا کې د ۲۰۰۰۰۰ نه زیات کسان مړه شوي دي.

رویټرز وايي چې د دې خبرو پرته ساینس پوهان په دې خبره متفق دي چې کرونا وایرس په قدرتي توګه پېدا شوی دی.

خو د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د اپرېل په ۱۵ نېټه وویل چې حکومت یې په دې اړه تحقیقات شروع کړي دي چې ایا کرونا وایرس د ووهان په لېبارټرۍ کې شروع شوی دی؟

پروفېسر یوان زیمنګ په ووهان انسټېټیوټ اف وایرالوجي کې د بایوسېفټي مشر دی، وویل دا خبره چې کرونا وایرس د دوی لېبارټرۍ نه شروع شوی په بدنیتۍ بنیاد لري او دغه هوايي دعوې دي.

هغه وویل د ووهان انسټېټیوټ اف وایرالوجي یا ډبلیو ايي وي نه اراده او نه هم دا صلاحیت لري چې کرونا وایرس تیار کړي.

د رویټرز خبري ادارې پوښتنو ته په لیکل شویو ځوابونو کې یوان زیمنګ زیاته کړه چې د کرونا وایرس د جوړښت نه داسې معلومات نه ترلاسه کیږي چې دا وایرس د انسان دلاسه جوړ شوی دی.

رویټرز وايي کرونا وایرس د شروعاتو په اړه د یو نظر بنیاد په هندوستان کې د انډین انسټېټیوټ اف ټیکنالوجي هغه مقاله هم وه چې پکې وویل شوي وو چې د کرونا وایرس د پروټین یا د لهمیاتو معاینه ښايي دا اېچ ايي وي یا د هغه وایرس سره نژدي وي چې د ایډز ناروغي جوړه وي. خو دغه مقاله بیرته اخیستل شوي ده.

خو اوس ساینس پوهان په دې خبره متفق دي چې کرونا وایرس د ځنګلي ځناورو په خصوصي توګه د خاپېرکانو او د ځینو نورو ځناورو نه شروع شوی دی. خو ساینس پوهان وایي د کرونا وایرس د ابتدا په اړه په کره توګه لا اوس هم څه نشي وېل کیدی.

که څه هم کرونا وایرس لومړی په ووهان کې موندل شوی و په چین کې ګنګوسې دا وې چې دا د بهر نه راغلی او د چین د خارجه وزارت ترجمان ژاو لیجیین تېره میاشت په ټویټر وویل ممکه ده چې کرونا وایرس په امریکا کې شروع شوی وي.

په چین دا الزام هم لګول کیږي چې کرونا وایرس دلاسه د مړو شمېرې یې کمې ښودلې دي او د وایرس د خپرېدو په اړه یې معلومات خفیه ساتلي وو خو د چین حکومت دا خبره ردوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG