لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شي ژن پنگ د نامعلومې مودې پورې د چین صدر پاتې کیدو اختیار ترلاسه کړو


چین د ۱۹۹۰ لسیزې راهسې د هیواد صدر لپاره ددوه ځله پورې په دغه څوکۍ د پاتې کیدوحد ایښودی وو
چین د ۱۹۹۰ لسیزې راهسې د هیواد صدر لپاره ددوه ځله پورې په دغه څوکۍ د پاتې کیدوحد ایښودی وو

د چین پارلیمنټ د اتوار په ورځ یو شمیر ائیني بدلونونه منظورکړل چې پکې د صدر په ائینې موده لګیدلی حد ختم کړی شو او په نتیجه کې یې صدر شي ژن پنګ د نامعلومې مودې پورې د صدر په حېث په واک کې پاتې کیدو اختیار ترلاسه کړو.

د چین په ګریټ هال کې د نیشنل پیپلزکانګرس په کلیزه غونډه کې د ائینې بدلون لپاره د ملک په ٢٩٦۴ نمایندګانو کې صرف دوه تنانوددې په مخالفت کې راې ورکړه او دوه نمایندګانو په راې کې برخه وانخیسته.

چین د ۱۹۹۰ لسیزې راهسې د هیواد صدر لپاره ددوه ځله پورې په دغه څوکۍ د پاتې کیدوحد ایښودی وو.

د چین واکمند کمیونسټ ګوند تیره میاشت د صدر په اینې موده لګیدلې حد ختمولو منظوري ورکړې وه چې دهغې وروستو پدې کې څه شک پاتې نه وو چې دغه اینې بدلون به منظور نه شي.

په کاغذونو کې د چین کانګریس پارټي دهیواد ترټولو طاقتوره اینې اداره ګڼلی کېږي څنګه چې د نورو جمهوري هیوادونو پارلیمانونه وي خو په حقیقت کې د چین د پارلیمان مثال د یو ربړ سټیمپ دی چې د فیصلو اختیار صرف د یوڅو اعلا مشرانو په لاس کې وي.

ښاغلي شي، چې په کال ۲۰۲۳ کې به يې د دویم ځل صدارت ایینې موده پوره کیده، دغه روایت مات کړو. شي ژن پنګ هغه وخت خپل سیاسي طاقت نور هم مضبوط کړو کله چې کمیونسټ پارټۍ په آیین کې د نوموړي نوم او سیاسي نظریه ورځای کولو په حق کې رای ورکړه.

د ووټ وړاندې په ټوله نیزه میډیا باندې ناقدینو په دغه ګام سختې نیوکې کړي او ددې موازنه يې د شمالي کوریا د واکمنۍ او یا د چین پخواني کمیونسټ مشر ماوزی تنګ سره کړې. خو حکومت په سمدستي توګه د یو پروپیګنډه کمپاین د لارې په ټوله نیزه میډیا باندې خپروشوو ځنې خبري رپورټونو باندې بندیز ولګوو او د واکمند کمیونسټ پارټۍ په مرسته کې يې رپورټونه خپاره کړل.

د پارلیمان په کلیزه غونډه کې برخه اخستونکو د پارټۍ مرستیالانو ویلي دغه فیصله په عام چیناي اولس کې ډیره خوښه ده او پدې خبره يې زور راوړی چین ډېرښه قسمت لري چې د شي ژن پنګ په رنګ صدر لري.

دچین حکومت ویلي د صدر ایني مودې نه حد لرې کول په اصل کې د شي ژن پنګ په مشرۍ کې د کمیونسټ پارټۍ اختیار محفوظول دي. دپارټۍ سرکاري خبري ورځپاڼې ویلي ددې مطلب دا نه دی چې صدر دې د ټول عمر لپاره واکمند وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG