د چین د شمالغربي سیمې سینکیانګ د انتظامیې دوه پخوانيو چارواکو ته، په دې تور چې ګني جدایي پسندي یې کوله، د مرګ سزا اورول شوې ده.
د سینکیانګ د اعلی عدالت مرستیال مشر، وانګ لنګتاو د نهې/سې شبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ستار ساووت او شیرزاد باودون دواړه په اعدام محکوم شوي، مګر سزا یې د دوه کلونو دپاره ځنډول شوې ده. په معموله توګه داسې سزاګانې بیا په عمري قید بدلیږي.
ستار ساووت چې پخوا د تعلیم د برخې یو چارواکی و، په دې مجرم ګڼل شوی چې ګني د اویغوري ژبې د سکولونو په کتابونو کې یې د نسلي جدایي پسندۍ دپاره د تشدد، ترهګري، او مذهبي تندلاري توب مضمونونه شامل کړي و.
شېرزاد باودون، چې د سینکیانګ سیمې د عدلیې وزارت مشر پاته شوی و، په دې مجرم ګڼل شوی چې ګني د شرقي ترکستان اسلامي تحریک له غړو سره یې سازش کړی و. نوموړی تحریک د ملګرو ملتونو لخوا هم د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل دی. په شېرزاد باودون دا الزام هم لګېدلی چې «د خپلې لور په واده کې یې غیرقانوني مذهبي فعالیتونه» کړي و.
د چین حکومت په سینکیانګ سیمه کې، چېرته چې اقلیت مسلمانان اوسیږي، یو پراخ امنیتي کمپاین پیل کړی چې په نتیجه کې یې تر اوسه د اویغور، قزاق، او نورو مسلمانو اقلیتونو څه باندې یو میلین وګړي قیدیان کړي دي.
د چین حکومت دعوه لري چې دې قیدیانو ته کاري مهارتونه ورزده کوي او د بېجینګ ضد تندلارو افکارو نه یې لېرې کول غواړي. مګر امریکا دا خبره نه مني او وایي چې د چین حکومت له اویغور مسلمانانو سره ناوړه چلند کوي او د هغو نسل کشي کوي. امریکا دا چلند په کلکه غندي.
د امریکا د خارجه وزارت یو ویاند د نهې/سې شنبې په ورځ وویل چې امریکا به له خپلو اتحادیانو سره په دې باندې خبرې او سلا مشورې وکړي چې د ایغور مسلمانانو او د سینکیانګ نورو اقلیتي ډلو سره د چین د سلوک او همدا راز په هانګ کانګ کې د جمهوریت پسنده تحریک د ټکولو په سر، بېجینګ کې کېدونکې د ۲۰۲۲ کال ژمني المپیک لوبې بایکاټ کړي او کنه.
مختلف غبرگونونه
په چین باندې د اویغور مسلمانانو سره د بدرفتارۍ په سر د مختلفو ملکونو او نړېوالو تنظیمونو له اړخه وخت ناوخت نیوکې شوي دي. مګر د چین یو شمېر نږدې ملګري هېوادونه په دې رویې خاموشه پاته دي.
ناقدین د چین د اویغور مسلمانانو په اړه د پاکستان پر تګلاره هم پوښتنې کوي چې پرې د پاکستانې چارواکو له اړخه هر کله خوله پټه ساتل شوې ده.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان څه موده وړاندې په ملګرو ملتونو کې د وینا پر مهال، په نړۍ کې د اسلامو فوبیا نه فرياد کړی و، خو څیړونکي وايي نړۍ به د ښاغلي خان خبرو ته هله پام وګرځوي چې پاکستان کې د ټولو لږکیو سره انصاف وشي او ښاغلی خان په چين کې د ملينونو مسلمانانو سره د روان ظلم په اړه د مودو راهیسې د خاموشۍ روژه ماته کړي.
تېره هفته چین د یو شمېر هېوادونو سفارتکاران سینکیانګ ته بوتلل چې په دې کې د چین د ملګرو هېوادونو سفارتکاران شامل و. په دې ډله کې د پاکستان سفیر معین الحق، د ترهګرۍ سره د چین د مبارزې یو نمایش لیدلو په وخت، له ترهګرۍ سره مقابله کې د چین فعالیتونه ډېر وستایل او ویې وویل: «پاکستان پخپله د ترهګرۍ او تندلارۍ ښکار پاته شوی، نو مونږ د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې، د چین تر څنګ دریږو.»
بل اړخ ته په تېره فرورۍ میاشت کې په امریکا کې د پاکستان سفیر اسد مجید خان وویل چې د سنکیانګ او د کشمیر حالات د یو بل نه مختلف دي. هغه وویل د سنکیانګ په اړه پاکستان چین ته په شخصي کچه، د عام نظر نه پناه لارو په ذریعه، خپل نظر شریک کړی دی.
د ایران سفیر چې هغه هم تېره هفته د سفارتکارانو په ډله کې سینکیانګ ته تللی و، دعوه کړې چې هلته خلک آزاده دي. محمد خسروزاده چې ملک یې (ایران) د امریکا او ګڼ شمېر غربي او عربي هېوادونو سره یې تعلقات ښه ندي خو د چین سره ښې اړیکې پالي، ویلي چې په سینکیانګ کې د اقلیتونو سره د بدچلند دعوه، «د غربي مېډیا پروپګېنډا» ده.
یاده دې وي چې د چین د نشریاتي ادارو د انتظام حکومتي محکمې په فرورۍ کې په ملک کې دننه د بي بي سي په نشریاتو پابندي ولګوله او په ادارې یې د نشریاتي موادو د سنګېنو خلاف ورزیو الزامات پورې کړل، هغه الزامات چې بي بي سي رد کړي دي.