لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رویټرز: چین په افغانستان کې د اقتصادي سرمایه کارۍ اراده لري


د ۲۰۲۲ د مارچ د میاشت د ای پي خبري ادارې په دې تصویر کې مس عېنک ته په تلوونکي لار د طالبانو یو محافظ ولاړ لیدل کېږي. ای پي وايي مس عېنک د مسو یا تانبې د دنیا دویمه لویه ذخیره لري چې د مالیت اندازه یې یو ټرېلین ډالر لګول شوي ده
د ۲۰۲۲ د مارچ د میاشت د ای پي خبري ادارې په دې تصویر کې مس عېنک ته په تلوونکي لار د طالبانو یو محافظ ولاړ لیدل کېږي. ای پي وايي مس عېنک د مسو یا تانبې د دنیا دویمه لویه ذخیره لري چې د مالیت اندازه یې یو ټرېلین ډالر لګول شوي ده

د چین سفیر ویلي هېواد يې په افغانستان کې د اقتصادي سرمایه کارۍ اراده لري او رویټرز خبري اداره وايي د چینايي سفارتکار دغه خبره څرګندوي چین تیار دی چې طالبانو د واک لاندې افغانستان سره تجارتي لېن دېن وکړي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه چینايي سفارتکار په افغانستان کې د چین د سرمایه کارۍ اراده په داسې حال کې هم څرګنده کړې ده چې په افغانستان کې زلزلې په طالبانو د مغربي ملکونو د بندیزونه بشري مضمرات رابرسېره کړي دي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو د قدرتي افتونو په صورت کې د امداد دپاره د طالبانو وزیر تر څنګ په کابل کې د خبري غونډې په مهال د افغانستان د زلزله ځپلو خلکو سره د اته مېلین ډالرو مالیت امداد اعلان وکړو.

د جون په ۲۲ نېټه شوي زلزله کې د ۱۰۰۰ نه زیات کسان مړه شوي دي.

چینانيي سفیر وویل تېر کال په افغانستان کې د سیاسي تبدیلۍ، د زلزلې او د بیړني امداد ترڅنګ "مونږ د اقتصادي د بیا ودانۍ د اوږدې مودي پلانونه لروو."

هغه وویل ترجیح به تجارت ته ورکولی شي، د دې وروسته به سرمایه کاري او بیا زراعت وي.

تېر کال افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته طالبان په کابل واکمن شوي خو تراوسه یې یو ملک هم حکومت په رسمي کچه نه دی منلی.

مغربي ملکونو په طالبانو اقتصادي پابندۍ لګولي چې پکې په مغربي ملکونو کې د افغانستان د بېلینونو ډالرو مالیت اثاثې هم منجمد کړی شوي دي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه مغربي ملکونه وايي که طالبان مېرمنو ته په ټولنیز ژوند کې د برخه اخیستلو اجازت ورکړي او د جینکو په تعلیم بندیزونه ختم کړي نو اقتصادي بندیزونه ترې لېرې کېدی شي.

د رپورټ ترمخه ځینې امدادي ادارې وايي د بندیزونو له امله په زلزله ځپلو سیمو کې امدادي هلې ځلې هم په منفي ډول متاثر کېږي.

رویټرز وایي چین د افغانستان سره پوله لري او په مسقتل ډول غوښتنه کوي چې په طالبانو لګول شوي بندیزونه دې ختم کړی شي. رویټرز زیاتوي چې د بېلټ اېنډ روډ یا د کمر بند او د سړک د عنوان دلاندې اقتصادي منصوبو دلارې چین د افغانستان په ګاونډیو ملکونو اثر لري.

د چین سفیر وویل په موجوده وخت کې په افغانستان کې د معدنیاتو د راوېستول د دوو لویو منصوبو په اړه خبرې دوام لري چې پکې د مېسو یا د تانبې د مس عېنک منصوبه هم شامله ده. رویټرز وايي د افغانستان د تېر حکومت سره د انتظام دلاندې د چین یوې حکومتي کمپنۍ د مس عېنک منصوبه ترلاسه کړې وه.

ماهرین وايي افغانستان په لویه کچه معدنیات لري چې زیاته پکې اوسپنه او تانبه شامله ده.

رویټرز وايي د طالبانو مشر ملا هېبت الله اخوانزاد تېره هفته په کابل کې د عالمانو غونډې ته وېنا کې وویل پکار ته چې افغانستان تجارت زیات او په امداد اړتیا کمه کړي.

په امداد اړتیا د کمولو ترڅنګ طالب چارواکي دا غوښتنه هم کوي چې امریکا او نور مغربي ملکونه دې د افغانستان منجمدې اثاثې هېواد ته ورکړي.

د افغانستان د منجمدو اثاثو په اړه چینايي سفیر وانګ وویل چین د همېشه راهسې دا فکر کوي چې دغه پېسې د افغان ولس دي او چین د نړیوالې ټولنې نه غوښتنه کوي چې دغه پېسې دې افغانستان ته ورکړی شي.

يادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG